د لاسرسي ځای

په م م کې د فلسطین د غړیتوب معامله


د فلسطین مشر محمود عباس په م م کې هغه غوښتنلیک ګډونوالو ته ښيي چې په کې د دولت په توګه د فلسطین د غړیتوب غوښتنه شوې ده.

د فلسطین مشر محمود عباس په م م کې هغه غوښتنلیک ګډونوالو ته ښيي چې په کې د دولت په توګه د فلسطین د غړیتوب غوښتنه شوې ده.

ژباړه: ګل ایاز، مشال راډیو

سرچینه: ګارډین ورځپاڼه


د برېتانیې ګارډین ورځپاڼې د فلسطین د دولت په اړه په یوه مقاله کې لیکلي دي تېر کال د امریکا ولسمشر باراک اوباما د ملګرو ملتونو عمومي شورا ته په خپله وینا کې ژمنه کړې وه چې ((اوسني حالات جلا دي او په راتلونکي کال کې به په ملګرو ملتونو کې د ازاده او خپلواکه فلسطیني دولت په اړه موافقه وشي.))

د فلسطین مشر محمود عباس سږ کال د دوی خبره له ځانه سره راوړې ده او په ملګرو ملتونو کې یې د فلسطین د دولت د غړیتوب لپاره غوښتنلیک دایر کړ.

اوباما نه یواځې دا چې پخپله د فلسطین د غړیتوب د ویټو کولو (ردولو) بلکې نورو هېوادونو ته یې هم د دې پر ضد د رایې ورکولو وویل.

ورځپاڼه لیکي، سږ کال اوباما د بدلون خبره و نه کړه. ده وویل، د عربانو پاڅون ښه ګام دی، خو چې کله د فلسطین و اسراییل خبره وي نو دا دې ودرېږي.

ورځپاڼه لیکي، کله چې محمود عباس د وینا لپاره منبر ته ورسېد تو هغه مهال یو فلسطینی په قوسره ښار کې د نویو ودانیو د جوړولو په سر له اسراییلي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو. نه یواځې قوسره، بلکې په غربي څنډې کې داسې قسمه پېښې عادي دي. یوه لوی هېواد، وړوکی هغه نیولی دی او غواړي د نړۍ له نقشې یې ختم کړي. د امریکا ولسمشر باراک اوباما د دې جګړې ذمه واري په خپله غاړه نه اخلي، او د بل پر اوږو یې اچوي.

ګارډین ورځپاڼه لیکي، محمود عباس په خپله وینا کې د فلسطین د پاڅون خبره وکړه او د دې هېواد د خپلواکۍ په سوله ییز ډول د تر لاسه کولو او ټولو فلسطیني ډلو ته یې د یو ځای کېدو په خبره ټینګار وکړ.

ورځپاڼه لیکي، د اوباما او د عباس تر منځ اوږد مهاله لوبه روانه ده. عباس د غړیتوب غوښتنه کړې ده او اوباما به یې ویټو کړي. اوباما به عباس ته له خبرو د وتو خبره کوي خو عباس به د فلسطین د ولسمشر په توګه پر خپله څوکۍ پاتې شي. که چېرې اسراییل د پیسو د کمښت خبره کوي، نو فلسطیني چارواکي به ټول استعفا ورکړي او اسراییل ته به وايي چې دا هر څه واخلئ.

ورځپانه زیاتوي، د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا پرتله له عباس سره اکثریت دی. له دې سره د امنیت د شورا ۱۵ غړي هم وېشل کېدای شي. جرمني د دې خلاف ده، د برېتانیې او فرانسې دريځ ډېر مهم دی او تر دې مخکې یې هم له اسراییل سره مرسته کړې وه.
XS
SM
MD
LG