د لاسرسي ځای

تازه خبر

'طالبان چې راغلل نو مومندو کډې وکړې'


د مومندو د نقشې انځور
د مومندو د نقشې انځور
ګل ایاز، مشال راډیو

غلنۍ
- تر ۲۰۰۷ز کال مخکې قبایلي سیمه مومند د نورو اېجنسیو پرتله ارامه سیمه ګڼل کېده.

په دې کال کې، د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د سور جومات تر عملیاتو وروسته، وسله والو طالبانو په مومندو کې د سور جومات په نوم یو بل جومات جوړ کړ چې تر دې وروسته بیا دې وسله والو په سیمه کې خپل کارونه پیل کړل او په زیاتره سیمو کې یې خپل واک عملي کړ.

د پاکستان حکومت لخوا په دې سیمې کې د پوځي عملیاتو تر څنګ ، هلته قبایلي لښکر او امن جرګې جوړې شوې چې د طالبانو مخه ونیول شي.

قبایلي ملکانو په دې کې ډېر مهم رول لوباوه خو د اېجنسۍ لوی او ستر ملکان او د امن جرګو یو شمېر غړي ووژل شول.

د مومندو لخوا د پاکستان د قامي اسمبلۍ د وژل شوي غړي فضل منان مومند انځور.

د مومندو یو ملک جمیل چې قبایلي کونسلر او د امن جرګې غړی هم دی، له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وايي، دې حالاتو هر څه بدل کړي او ملکان په ازاده توګه د امن خبرې نشي کولای: (( دا خو هر څه لاړل، ملکي له منځه لاړه. اوس که ملک ملک دی نو ملکي نه غواړي. ځکه چې ټول ذلیله شول، خوار شول؛ حکومت ته يې کوم خدمتونه کړی وو هغه هم ورته فضوله شو او موږ ته به حکومت پخپله چرته يو زر روپۍ پوليټکلي راکړې موږ به ورته د ۵۰۰۰ روپیو کار [کاوه] یانې روزانه به په قبايلو کې کار وو. نن برمته شوي ده، سرکاری سړی ته نقصان رسيدلی دی، نن هلته سکول ايسار شوی دی او نن هسپتال نه جوړېږی، سړک بند شوی دی. نو موږ به ورپسي منډې [وهلې] او هغو خلکو ته به مو زارۍ منت [کاوه]. نو زيات کار به ملکانو [کاوه] پوليټکلي چلېږی په ملکانو. که ملکي نه وي، نو پوليټکلي نشي چلېدای))

زموږ بچیو ته ټوپک په اوږه شو

د مومندو یو بل ملک تاج محمد مومند دی. دی په پېښور کې خپل روزګار کوي. تاج مومند وايي طالبانو د اېجنسۍ رسم او رواج، ان دا چې ستر مشران یې له منځه وېوړل: ((هغه طالبان چې چونکې په اېجنسۍ کې وو خو خپل يو رواج خپله يو حيثیت لری، خپل يو قانون لری چې په هغې کې دې طالبانو ګوتې [وهلې] او کوم سرکرده مشران چې وو هغه د طالبانو [له] لاسه [له] دې دنیا لاړل. که زه تا ته د خپلې اېجنسۍ خبره وکړم نو زموږ د اېجنسۍ ستر مشران اوس په دې دنیا کې نشته.))

د مشال راډیو خبریال ګل ایاز د مومندو له قبایلي مشرانو سره د خبرو پر مهال.

د ځېنو قبایلي مشرانو وینا ده چې لومړی طالبان په لږ شمېر کې ول، نو هغه مهال د حکومت لپاره ممکنه وه چې د دوی مخه ونیسي.

ملک فضلي وايي، دوی اوس د طالبانو مخه نشي نیولای: ((طالبان اوس داسې څه دي چې وروره موږ د طالبانو مخه نشو نيولای؟ زموږه کور کې په خپل بچي ته ټوپک په وږه شو، نو حيران يوو موږ څه وکړو؟ طالبان چې راغلل نو مومندو ترې کډې وکړې؛ دا څنګه هنګامه ده؟ د دې هنګامې په حساب موږ نه پوهېږو، چې دا څه حساب دی؟))

د اوسپنې دېوال او د پاکستان توپونه

د مومندو له اتمر خيل قبيلې سره تعلق لرونکی ملک امان ګل په پيښور کې ژوند کوی او نشي کولای چې خپل وطن ته لاړ شي. ملک امان ګل له مشال راډيو سره خپل دريځ څه داسې شريک کړ: (( قايداعظم قبايلو ته بهادر شمشير لقب ورکړی وو چې دا زموږ [د سیسې یا اوسپنې جوړ دېوال] دي زموږ او د دښمن ترمنځ دا دېوال چې ولاړ وي نو موږ به محفوظ او په امن کې يو. هغه دېوال د پاکستان لخوا په داسې توپونو ولګېده چې هغه دېوال هم ختم شو او هغه اېجنسي هم ختمه شوه.))

د مومندو مرستیال پولیټیکل اېجنټ مقصود حسین بنګش

د مومندو پولیټیکل چارواکی مقصود حسین بیا دریځ لري چې ۱۱ امن کمېټۍ یې جوړې کړې دي او ډېر په موثره ډول د طالبانو پر ضد جنګېږي: ((موږ سره ۱۱ د امن کميټۍ لښکرې او جرګې کار کوي او دا په ټوله اېجنسۍ کې دي. دې نظام خو دې ته رسایي نشوه ترلاسه کولای، خو د امن لښکر [له] راتګ سره په موثره توګه په خپلو علاقو کې د طالبانو مخ نيوی وکړ. په مختلفو وختونو کې د دې کمېټو او د جرګو له اورپکو سره جنګونه شوي دي چې هغي کې دوي هم قربانۍ ورکړې دي.))

'هیڅ پته نه لګي'

په دې اړه چې ایا د مومندو د ملکانو په وژنه کې په ښکاره ډول طالبان لاس لري او که نه؟ ملک جمیل وايي: ((یاره، دا د حکومت خپله پاليسي ده څوک هم څه نشي ويلای. دا د دوی خپل کار دی هيڅ پته نه لګي، او عام ولس ته د دې څه پته نه لګي، دا مشترکه کار دی.))

د مومندو ملک امان ګل له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال.

ملک جمیل زیاتوي، دا اېجنسي ډېره زیاته پر امنه وه او د جرګو له لارې به هر څه هوارېدل.

د مومندو د خبریالانو د مرکز مشر محترم خان وايي چې د مشرانو له وژلو سره د جرګو ارزښت له منځه تللی دی او نوی نسل نشي کولای چې جرګې وکړي: (( نو مشران چې د چا نه وي، نو مشرانو سره خو په جرګو ډېر اثر پرېوتی دی. زموږ داسې مشران وو، چې حتا اوس څوک جرګې هم نشي کولای. داسې مشران وو چې ګورنر ته او انتظاميې ته به لاړل او خبره به یې حل کړه اوس خو چې کوم نوی کول دی دوی [له] جرګو خبر هم نه دي. په دې جرګو ډېر اثر پرېوتی دی.))

د جرګې بڼه بدله شوه

له مومندو د قامي اسمبلۍ (ولسي جرګې) غړی فضل منان چې په سیمه کې یې ډېر اثر و نفوذ در لود، په پېښور کې وسله والو ووژلو.

د نوموړي له زوی نادر منانه مې وپوښتل چې ایا د پخوانۍ جرګې بڼه او شکل اوس هم هغه دی چې پخوا وو؟


د مومندو ملک فضلي له مشال راډیو سره د مرکې پر مهال.

دی وايي: (( نه دې شکل ته خو موږ د هغې شکل نشو ويلای. ځکه چې [هغه] جرګې او لښکرې [چې نن] جوړېږی د هغي شکل نن بل رقم دی جرګې چې وي هغه د امن جرګې وي. هغه د امن لپاره کار کولو د سولې لپاره یې کار [کاوه] د روغې لپاره یې کار [کاوه] د يو دوو کسانو سوله او روغه یې کوله، هغه د ډزو يا د بد امنۍ يا د ګډ وډۍ مخالفې وې.))

د مومندو زیاتره قبایلي مشران وژل شوي او چې نور پاتې دي هغه مخې ته نه راځي.

د مومندو اوسېدونکي وايي د خبرو له لارې ممکنه ده چې کراري راشي، خو په هغه صورت کې چې د اېجنسۍ د سمو مشرانو ساتنه باوري شي.

اوسېدونکي وېره لري چې د ملکانو له وژنې سره زېږېدلې خلا که پوره نه کړل شي نو طالبان به له دې ګټه پورته کړي.
XS
SM
MD
LG