د لاسرسي ځای

له افغانستانه د سرتېرو ایستل باید په محتاط ډول وشي


د کندهار له پوځي اډې د امریکايي ځانګړو ځواکونو چینوک هیلي کاپټر الوت کوي. د ۲۰۱۱ز کال د مارچ ۱۹مه

د کندهار له پوځي اډې د امریکايي ځانګړو ځواکونو چینوک هیلي کاپټر الوت کوي. د ۲۰۱۱ز کال د مارچ ۱۹مه

ژباړه: اسرار عالم مومند، مشال راډیو

سرچینه: رویټرز خبري اژانس


رویټرز خبري اژانس په یوه رپورټ کې لیکلي، د امریکا د ځانګړي ځواکونو مشران غواړي له افغانستانه د دوی د سرتېرو ایستل په په متوازي توګه وشي، چې په دې ډول ځانګړي عملیات اغېزمن نه شي.

د ځانګړي ځواکونو مشر ایډمرل مک رېون د پنجشنبې په ورځ ویلي: ((له افغانستانه دې د پوځیانو په ایستو کې له احتیاطه کار واخیستای شي.))

د امریکا د استازو د جرګې یوې ډلې ته د وینا پر مهال، مک رېون وویل د ده پوځیان زیاتره د مرستو لپاره په عامو سرتېرو تکیه کوي.

نوموړی وايي، له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پر مهال دې دا فکر وکړل شي چې دومره پوځیان په دې هېواد کې پرېښودل شي چې د جګړې په ډګر کې ځانګړي عملیات چې څومره شوني وي موثره وي.

د ځانګړو ځواکونو عملیات داسې وي لکه په پاکستان کې چې د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن وژنې لپاره وشول.

مک رېون وايي، شاو خوا ۱۰۰۰۰ ځانګړي عملیات تر سره کوونکي پوځیان په عراق و افغانستان کې موجود دي؛ همدا راز، د یادو شویو پوځیانو ۸۵٪ برخه له هېواده د باندې ده.

دی وايي، پاتې درېیمه برخه عسکر، په ۷۵ هېوادونو کې پراته دي.

په تېره لسیزه کې د امریکا د ځانګړي ځواک د سرتېرو شمېر له ۳۳۰۰۰ تر ۸۵۰۰۰ ته رسېدلې ده.

هیله ده، په راتلونکیو کالونو کې به د دې پوځیانو ارزښت نور هم زیات شي.

د امریکا د نورو مشرانو تر څنګ مرستیال ولسمشر جو بایډن د ترهګرۍ پر ضد د جنګ په ستراتیژۍ کې د بدلون غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په لوی کچ د عملیاتو پر ځای دې د ځانګړو ځواکونو له لارې په وړه پیمانه عملیات وکړل شي.

خو د ځانګړي ځواک مشران وايي، د دوی پوځیان زیاتره پر ځمکني، بحري، او هوايي پوځ تکیه کوي او دا راز، په را روانه لسیزه کې په پوځي بجټ کې کمښت به د ځانګړو ځواکونو پر عملیاتو بد تاثیر ولري.
XS
SM
MD
LG