د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر شمالي وزیرستان د بې پیلوټه الوتکې برید


له میرام شاه سره د بې پیلوټه الوتکې تر برید وروسته منظر. دا انځور د ۲۰۰۸ کال دی.
له میرام شاه سره د بې پیلوټه الوتکې تر برید وروسته منظر. دا انځور د ۲۰۰۸ کال دی.
پراګ - د پاکستان پر قبایلي سیمې شمالي وزیرستان بې پیلوټه الوتکو برید کړی دی.

د رپورټونو تر مخې مشکوکه بې پیلوټه امریکايي الوتکو د جمعې په شپه پینځه مشکوک اورپکي وژلي دي.

د استخباراتي ادارې ځايي چارواکي وايي بې پیلوټه الوتکو د میرام شاه په جنوب کې یو کور په توغندو وویشته.

د بې پیلوټه الوتکو بریدونه له کالونو راهیسې روان دي، چې په کې اورپکي په نښه کېږي.

امریکا وايي شمالي وزیرستان د حقاني اورپکې شبکې قوي مرکز دی.

د حقاني اورپکې ډلې په اړه ویل کېږي، د دې وسله وال په افغانستان کې بهرني سرتېري او د افغان حکومت کار کوونکي په نښه کوي.

په دې وروستیو کې امریکايي لوړ پوړو چارواکو پاکستان تورن کړ چې په افغان پلازمېنې کابل کې د حقاني اورپکې ډلې لخوا په بریدونو کې لاس لري.

امریکايي چارواکي وايي، د حقاني اورپکې ډلې له پاکستاني استخباراتي ادارې آی ایس آی سره اړیکي دي.

پاکستان دا تورونه ردوي او د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک رویټرز خبري اژانس ته ویلي ملک یې دا پالیسي نه لري چې د ځواکونو په وسیله له اورپکو سره مرسته، ملاتړ او بریدونه وکړي.
XS
SM
MD
LG