د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لسو کالونو پر بریاوو سترګې مه پټوئ: کرزی


د ملګرو ملتونو د سر دفتر ودانۍ. نیو یارک، امریکا.
د ملګرو ملتونو د سر دفتر ودانۍ. نیو یارک، امریکا.
رپورټ: مشال راډیو

پراګ
- افغانستان ویلي د روان زیږیز کال (۲۰۱۱) په پای کې په کېدونکي د بون په کنفرانس کې به له نړیوالې ټولنې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي شورا غونډې ته وویل چې افغان ځواکونو ته د یو شمېر سیمو امنیت سپارل یو مهم پر مختګ دی.

زلمی رسول وايي: (( تر ټولو مهمه خبره دا ده چې موږ به د بون په کنفرانس کې پر نړیوالې ټولنې ږغ وکړو چې تر ۲۰۱۴م وروسته، چې کله بهرني ځواکونه ووځي، نو دوی دې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.))

زلمي رسول غونډې ته د افغان ولسمشر حامد کرزي پیغام ولوست چې ویل یې باید په افغانستان کې د تېرو لسو کالونو پر کامیابیو سترګې پټې نه کړل شي.

د ۲۰۱۰ز کال په نومبر کې په لېزبون کې د افغانستان په اړه د ناټو په لویه غونډه کې افغان ولسمشر حامد کرزي د جرمني له چانسلرې اینګلا مېرکل غوښتي ول چې د ۲۰۰۱ز کال د بون د کنفرانس د ۱۰ کالونو له پوره کېدو سره دې په بون کې بله غونډه هم وکړي.

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مایکل شتاینر د ۲۰۱۱ز کال د مارچ په ۱۰مه ویلي ول د بون غونډه به د روان کال د ډیسمبر په پیل کې کېږي.
XS
SM
MD
LG