د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې د نشه یي موادو پر ضد کیمپاین


د کوکنارو د پټي بزګر. د کندهار ولایت دننه د نشه یي توکیو د بوټو پر ضد کیمپېن پیل شوی دی
د کوکنارو د پټي بزګر. د کندهار ولایت دننه د نشه یي توکیو د بوټو پر ضد کیمپېن پیل شوی دی
سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار
- د کندهار امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې يې د نشه يي بوټو د له مېنځه وړلو او د ولايت په بېلابېلو سيمو کې د وسله وال د نيولو پر ضد پراخ کمپاين پيل کړى چې تر اوسه پورې يې په زياته اندازه ځمکه له نشيي بوټو څخه پاکه کړې او يو شمېر وسله وال يې له چاودېدونکيو توکيو سره نيولي دي. په کندهار کې زمونږ همکار سيدشاه سقيم يې په اړه نور حال راکوي.

د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې يې د نشه يي بوټو د له مېنځه وړلو په پيل شوي کمپاين کې تر اوسه پورې د ولايت په ژړۍ ولسوالۍ کې نولس جريبه ځمکه د بنګو له بوټو څخه پاکه کړې او د دغو بوټو د له منېځه وړلو کار يې هم لا روان دي.

په کندهار ولایت ګې د بنګو پټی.

د کندهار ولايت د امنيت امير شېرشاه يوسفزى وايي چې د ترياکو او بنګو د بوټو د له منېځه وړلو په روان کمپاين کې به د ولايت په نورو ولسواليو کې هم په زياته اندازه نشه يي بوټي له بېخه باسي .

(( مونږ يو رياست د موادو مخدرو لري چې د مخدره موادو په وزارت پسې مربوط دى. د دغه رياست کارکوونکي هغه سيمې له چرسو او ترياکو پاکوي چې له پخواني کمپاين څخه پاتې شوې وي چې په لړ کې يې مونږ نولس جريبه ځمکه په ژړۍ ولسوالۍ له بنګو څخه پاکه کړې ده. ))

يو سفزى وايي چې په دې سربېره يې د وسله والو د نيولو په موخه هم عمليات پيل کړي چې په لړ کې يې د پاکستان پولې ته څېرمه له دوو تنو وسله والو سره په زياته اندازه چاودېدونکي توکي هم نيولي دي .

(( له وسله والو سره يوه ميله کلاشنکوف، يوه تمانچه ، يو اويا مخابرې ، شل کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي ، يو اندازه لاينونه او پنځوس عدده ماينونه په بولدک کې کشف او خنثى شول ))

شېر شاه يوسفزى زياتوي چې د کندهار په پنجوايي او ځينو نورو سيمو کې يې د وسله والو د يو قومندان په ګډون اتلس تنه د دولت مخالف طالبان هم نيولي هم نيولې چې دا مهال ورڅخه پلټنې روانې دي.

(( اته تنه طآلبانو چې يو سرګروپ يې هم پکې شامل دي په پنجوايي کې نيول شوي او لس نور بيا د ولايت په بېلابېلو برخو کې نيول شوي دي ))

دى وايي د روانو عملياتو پر مهال تر اوسه پورې د دوى دوه تنه سرتېري ټپيان شوي هم دي .

په تېرو دوو اونيو کې د وسله والو طالبانو دا تر ټولو زياته شمېره ده چې د امنيتي چارواکيو له خوا نيول کېږي. خو د دولت مخالفو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي .
XS
SM
MD
LG