د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر اوسنیو تورونو وروسته د پاکستان و امریکا اړیکي


رپورټ: مشال راډیو

پراګ
- د افغانستان په پلازمېنه کابل کې پر امريکايي سفارت خانې د طالبانو بريد د امریکا او پاکستان اړيکي اوس له يو بل امتحان سره مخامخ کړي دي.

د امريکا د ټولو پوځونو مشر مايک ملن د لومړي ځل لپاره حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتی ادارې آی ایس ای آله کاره بللې ده.

د پاکستان او امريکا د اړيکو، که يواځې د تېر يوه کال پرمختګونو ته و کتل شي نو داسې بريښي چې د نېږدې يوې لسيزي د ترهګری ضد جګړې دغه دواړه اتحادي ملګري په ظاهره ورو ورو، له يوه بله، د لرې کېدو په لارو روان دي.

داسې څو ځله شوي چې امريکا په افغانستان، هند او ځېنو نورو هېوادونو کې د ترهګرو بريدونه، یا د هغو د هڅو تورونه، په مستقيمه يا غير مستقيمه توګه پر پاکستان لګولي خو دا ځل د دواړو هېوادونو تر منځ د اختلاف مرکزي نقطه حقاني شبکه ده.

پاکستان هر ځل دا ويلي چې د امريکا مخلصه ملګری دی؛ او دی هم د دې جنګ يو قرباني دی.

خو اوس چې کومه دوه اړخيزه لفظي جګړه پيل شوې، نو آيا دا د پخوانيو لفظي جګړو، تورونو او ځوابي تورونو په شان ده که نه دا ځل څه ډېره جدي بڼه لري؟

د امریکا برداشت ختم شوی

د سيمې د چارو کارپوهه فرحت تاج چې د طالبان اينټي طالبان نومي کتاب ليکواله ده، وايې داسې ښکاري د امريکا برداشت نور ختم شوی دی.

د دې په وينا، امريکا له پخوا راهیسې پوه وه چې د پاکستان پوځ او استخبارات په قبايلي سيمو کې د مېشتو جنګیاليو شاته ولاړ دي، خو دا خبره به يې ډېره په ښکاره نه کوله بلکه کېدای شي په بنده کوټه کې به يې د پاکستان چارواکو ته کوله.

د دې په وينا، امريکا دا هڅه هم وکړه چې د مالي مرستو له لارې پاکستان رضا کړي چې له دې ډلو نور لاس واخلي خو اوس د امريکا برداشت ختم شوی دی چې دا د پاکستان لپاره خطرناکه خبره ده.

د پاکستان د دفاعي چارو کارپوه ليفټيننټ جنرال ريټایرډ طلعت مسعود وايي چې که د امريکايي چارواکو خبرو ته وکتل شي نو داسې بريښي چې نور به پاکستان خپله پاليسي بدلوي.

د ده په وينا، د امريکا له خوا چې کوم فشار مخې ته راځي نو له هغه داسې ښکاري چې دا نور ورته د منلو وړه نه ده.

دی زياتوي: ((پاکستان ته خو به يا په خپلو پاليسیو کې د بدلون راوستو ضرورت وي، او که داسې نه کوي نو د ده په فکر دا اړيکي به نورې هم پېچلي شي او حالات به له لاس ووځي.))

د دواړو هېوادونو پراکسي وار


خو د پاکستان د دفاعي چارو يو بل کارپوه بريګډيیر سعد محمد خان بيا د خرابو اړيکو يو بل اړخ ته پام اړوي او وايې چی اړيکي اوس يو داسې پړاو ته رسيدلي چې بريښي دواړه هېوادونه د وسله والو ډلو له لارې له يو بل سره په جګړه کې ښکېل شوي دي.

دی زياتوي، په دې وروستیو کې له افغانستانه د وسله والو راتګ او بريدونو کولو ته که و کتل شي نو امريکا هلته په افغانستان کې د دې ډلو پاکستان ته اوړېدلو مسلې ته زيات پام نه کوي چې دا يو ډول پراکسي وار یانې د جګړه مارو ډلو له لارې خپل هدفونه پر مخ بيول دي.

په پاکستان کې دننه داسې یوه حلقه شته چې تور لګوي، د هېواد خارجه پاليسي د پارلېمان پر ځای پوځ جوړوي او سیاسي ګوندونو په دې اړه لاس تړلي ناست وي.

هم دې طرف ته په اشاره سره فرحت تاج وايي چې د پاکستان سياسي ګوندونو په اوسنيو حالاتو کې له امريکا سره ټکر نه غواړي.

دا تکيه نه يواځې په پوځی او اقتصادي برخه کي بلکه د يو سپر پاور يا لوی ځواک په توګه چې د امريکا په نړی کې کوم مقام دی او په څه ډول چې نور هېوادونه تر خپل نفوذ لاندې راوستای شي نو په داسې حالاتو کې به دا د پاکستان لپاره ډېره تاواني خبره وي.

د دې په وينا، پيپلز ګوند، عوامي نيشنل ګوند او ان مسلم ليګ نواز نه غواړي چې له امريکا سره مخامخ په جګړو کې ښکېل شي خو کېدای شي جنرالان هم اوس پوه شي چې لږ تر لږ تر يو څه وخت ( حقانيان ) يوې غاړي را غاړي ته کړي چي مسله لږ څه هواره شي.

خو د امريکا د ټولو پوځونو د مشر ايډمرل مایک ملن د امريکا د سینیټ آرمډ کميټۍ ته تازه څرګندونو ته په ځواب کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کر ويلي چې که داسی تورونه دوام ولري نو کېدای شي امريکا خپل يو اتحادي له لاسه ورکړي. د رویټرز خبري اژانس په وينا، دا خبري نوموړې په امريکا د پاکستان له يو شخصی جیو ټیلي ويژن سره کړې دي.

د افغانستان ولسمشر تاجک یا پښتون؟

خو ليفټيننټ جنرل ريټایرډ طلعت مسعود وايي: ((که داسې کېږي نو دا به د دواړو هېوادونو لپاره ډېره خطرناکه وي.))

دده په خبره: ((دا خو به د پاکستان لپاره ډیر نقصاني کار وي ځکه چې له کالونو کالونو راهيسې پاکستان پر امريکا تکيه کړې ده.))

دی زياتوي: ((دا تکيه نه يواځې په پوځی او اقتصادي برخه کي بلکه د يو سپر پاور يا لوی ځواک په توګه چې د امريکا په نړی کې کوم مقام دی او په څه ډول چې نور هېوادونه تر خپل نفوذ لاندې راوستای شي نو په داسې حالاتو کې به دا د پاکستان لپاره ډېره تاواني خبره وي.))

خو دی وايي بل اړخ که وکتل شي نو دا دومره ساده خبره هم نه ده خپله امريکا ته هم دا خبره ګرانه پرېوتی شي.

بريګډيير سعد محمد خان بيا وايي چې اوس وخت را رسېدلی چې پاکستان د بهرنيو هېوادونو پر ځای خپله ټوله توجه خپلو داخلي ستونزو ته واړوي.

د ده په وينا، د پاکستان شته پاليسي له ناکامی سره مخامخ شوې ده او دې هېواد ته پکار دي د نورو ملکونو مسلې هغو ته پرېږدي.

دی زياتوي، نور بايد پاکستان له دې سوچ را ووځي چې د افغانستان صدر دې تاجک وی او يا پښتون او بل څوک بلکه خپله ټوله توجه دې کورنیو ستونزو ته واړوي.

دی وايي، پاکستان د ماشو ( مچهرو) پر وړاندي کاميابي نشي میندلای، غربت، بې روزګاري، د روغتیايې اسانتیاوو او زده کړو نشتوالی دی، نو داسې مسلو ته پام اړول ضروري دی.

که څه هم په پاکستان کې زياتره کارپوهان په دې خبره اتفاق کوي چي د امريکا او پاکستان اړيکي د خرابېدو انتها ته رسېدلي خو داسې نه برېښي چې ګواکې دواړه هېوادونه به د تل لپاره خپل اړيکي وشلوي.
XS
SM
MD
LG