د لاسرسي ځای

تازه خبر

استاد رباني چا وواژه؟


د استاد برهان الدین رباني د جنازې د مراسمو انځور. د ۲۰۱۱ز کال د سپټمبر ۲۳ مه
د استاد برهان الدین رباني د جنازې د مراسمو انځور. د ۲۰۱۱ز کال د سپټمبر ۲۳ مه
بشیر ګواښ، مشال راډیو

پراګ
- د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر استاد برهان الدین رباني د سه شنبې په ورځ په کابل کې په خپل کورکې، په هغه ځانمرګي بريد کې ووژل شو چې په ظاهره يې نوموړي ته د طالبانو له خوا د سولې پيغام راوړی وو.

زياتره وخت طالب وسله وال د دغسي مرګونو پړه پر غاړه اخلي خو دا ځل يې داسې نه دي کړي.

افغان چارواکي وايي چې ځانمرګی بريد کوونکی د يادې شورا له يوه بل غړي رحمت الله واحديار سره راغلی وو. واحديار چې په دې پيښه کې زخمي شوی وو، د پنجشنبې په ورځ، په يوه خبري ناسته کې راښکاره شو او د پيښې په اړه يې وويل: (( جناب استاد مخامخ ناست وو، ستانیکزی صاحب څنګ کې وو د ده. استاد په ډېر محبت، په ډېره مینه باندې جګ شو او غېږه یې ډېره خلاصه کړه او ورته یې ویل ستړي مه شئ، ستړي مه شئ. دا مېلمه ورغی هغه ته یې غېږ ورکړه. په دې وخت کې یو ټنګ شو. د ټنګ له اورېدو سره زه بې هوشه شوی وم.))

افغان ولسمشر حامد کرزي وويل چې لومړی ورته د سولې د عالي شورا يو بل غړي معصوم ستانیکزي خبر ورکړی وو چې يو کس د طالبانو پيغام راوړی.

د رباني په جنازې کې ولسمشر حامد کرزي او د ده د مرستیال قسیم فهیم انځور.
نوموړي وويل: ((مخکې تر دې چې زه نيويارک ته د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې برخه اخيستلو لپاره هلته لاړ شم، زه خبر وم چې د استاد رباني او د طالبانو ترمنځ ملاقات کيدونکی دی. دا يو چل وو.))

له پېښې وروسته رويټرز خبري اژانس د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خولې وليکل چې رباني دوی وژلی خو وروسته يې ازادۍ راډيو ته په يو ايميل (برېښلیک) کې وويل چې طالبانو له هيڅ يو خبري اژانس سره خبرې نه دي کړي او دوی لا د کوم بيان جاري کولو لپاره وخت او نورو مالوماتو ته ضرورت لري.

برهان الدين رباني د روسانو خلاف د د جمعيت اسلامي جهادي ډلې د مشر په توګه وسله واله مبارزه کړي وه. وروسته بيا په ۱۹۹۰ مو کلونو کې د افغانستان ولسمشر شو. په همدغه وختونو کې د جهادي ډلو ترمنځ په کابل کې داخلې جګړې شروع شوي چې د بشري حقونو د ادارو په وينا پکې ګڼ بې ګناه خلک ووژل شول. څېړونکي وايي چې د وسله والې ډلې د مشر په توګه له طالبانو علاوه هم د د رباني نور دښمنان هم کيدای شي.

که څه هم د برهان الدين رباني د شمالي ټلوالي ډېرو غړو د نوموړي په وژنه کې د طالبانو لاس ښودلی خو تحقيقات لا هم پوره نه دي. همدا خبره د افغانستان د استخباراتو د ادارې وياند شفيق الله طاهري په يوه خبري ناسته کې وويل چې په دې اړه يې څيړنې روانې دي او دا چې په دې که څه هم د کوټې د شورا لاس ښکاري خو د تحقيقاتو د ختميدو پورې به مالومه شي چې د رباني په وژلو کې د چا لاس وو.
XS
SM
MD
LG