د لاسرسي ځای

مرستې د اورپکو پر ضد له عملیاتو سره وتړل شوې


پامیر ساحل، مشال راډیو

پراګ
- د امریکا په سینېټ کې د پیسو د تخصیص د کمېټۍ دا پرېکړه چې د ۲۰۱۲ مالي کال په بجټ کې یې د پاکستان لپاره د مرستې مقدار نه دی ځانګړی کړی، ښيي چې په واشنګټن کې غوسه زیاته شوې ده ځکه چې له پاکستانه اورپکي افغانستان ته ځي او هلته له امریکايي پوځیانو سره جنګېږي.

د امریکا ځېنې استخباراتي رپورټونه تور پورې کوي چې د پاکستان آی اېس آی په ځانګړي ډول د حقاني اورپکې شبکې ته هدایات ورکړي او یا یې ور باندې ټینګار کړی دی چې په کابل کې تېره اوونۍ پر امریکايي سفارت او د ناټو پر سر دفتر برید وکړي.

د امریکا د ټولو ځواکونو مشر ایډمرل مایک ملن ویلي د پاکستان د پوځ پر مشر یې فشار راوړی دی چې د حقاني له اورپکې ډلې سره اړیکي وشلوي.

دی وايي پر دې سره غږېدلي چې د حقاني د اورپکې ډلې کار پای ته د رسېدو اړتیا ده، په ځانګړي ډول دا ضروري ده چې آی ایس آی له حقاني ډلې سره اړیکي ختمې کړي او د اورپکو له لارې هغه جګړه ودروي چې دوی روانه کړې ده.

مایک ملن دا خبرې په امریکا کې د نړیوالې سولې لپاره د کارنیګي ټولنې ته د وینا پر مهال کړې دي.

په اسلام اباد کې د پوځي چارو کارپوهه ډاکتره عایشه صدیقه وايي امریکا خو په بیا بیا پاکستان ته ویلي دي چې د حقاني شبکې پر ضد دې ګامونه واخلي خو پاکستان یې نه اخلي: ((اوس په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په اړه یو تازه رپورټ خپور شوی دی. دا د جناح انسټي ټیوټ او د امریکا د سولې د انسټي ټیوټ رپورټ دی. په دې کې چې څومره خلک دي هغه د پاکستان حکومتي کسان دي. نو دې خلکو په بیا بیا دا یقیني کړې ده چې د پاکستان ګټه په هم دې کې ده چې د حقاني شبکه یا طالبان د کابل د حکومت برخه جوړه شي. نو که دې ته وګورو، نو زما په نظر سترا تیژي هم دا ښکاري چې د حقاني شبکې پر ضد دې هیڅ اقدام ونشي.))

ډاکتره عایشه صدیقه وايي د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي د سخت تناو ښکار دي مګر اړیکي به سره ختمې نشي. د دې په خبره، اصلي مسله دا ده چې امریکا او پاکستان دې ټولې معاملې ته په یوه سترګه نه ګوري.

په لاهور کې د سیاسي و دفاعي چارو کار پوه پروفېسر حسن عسکري رضوي وايي د پاکستان او امریکا تر منځ ستونزې ورځ تر ورځې زیاتېږي او پر یو بل باور هم کمېږي: ((داسې ښکاري چې امریکا په افغانستان کې خپل مشکلات داسې بیانول غواړي چې هر څه له پاکستانه دا حقاني شبکه کوي. او په بشپړ ډول پر پاکستان فشار دی. د امریکا پوځي حلقې او د بهرنیو چارو وزیره دا ټول پر پاکستان اصرار کوي چې پر شمالي وزیرستان دې حمله وکړي. او زه فکر نه کوم چې پاکستان به په سمدستي توګه دې ته تیار شي. بل خوا ته، امریکا له خپل طرفه نه غواړي چې ګام واخلي ځکه چې که غوښتلای یې نو وختي به یې کړی وو او بل دا چې که امریکا په خپل سر کار کوي نو خپل مقاصد نشي تر لاسه کولای.))

حسن عسکري وايي پاکستان اوږد مهاله پالیسي نه لري. هره ډله چې د دوی مخالفه شي پر ضد یې ګام اخلي او نورو ته څه نه وايي.

دی وايي داسې ښکاري چې د امریکا جنګي پوځیان به د ۲۰۱۴ تر پایه له افغانستانه ووځي مګر د پاکستان دننه د اورپکوالې او ترهګرۍ مسله به تر راتلونکو ۱۰ کالونو یا ډېرې مودې روانه وي.
له پوهاند حسن عسکري مې وپوښتل چې اوس خو امریکا د اورپکو پر ضد د عملیاتو لپاره پاکستان ته پیسې ورکوي، او اوس د امریکا سینیټ هم دا ویلي چې که پاکستان د حقاني شبکې پر ضد عملیات وکړي نو یواځې په هغه صورت کې به ورته مرسته ورکړل شي نو په داسې حال کې چې امریکا هم له افغانستانه ووځي، ایا دا ښه نه ده چې پاکستان اوس د اورپکو پر ضد پوځي عملیات وکړي؟

حسن عسکري وايي پاکستان د حقاني شبکې پر ضد د عملیاتو په پوزیشن کې نه دی: (( ګوره دا خبره به هغه مهال سمه وه که پاکستان په ټولو قبایلي سیمو کنټرول لرلای. دا مهال، پرته له جنوبي وزیرستانه یوه قبایلي سیمه هم د پاکستان په پوره واک کې نه ده. شمالي وزیرستان پرېږده، له جنوبي وزیرستان یې اورپکي وویستل، نور په ټولو قبایلي سیمو کې پاکستانی پوځ په جګړې کې بوخت دی. ځېنې سیمې له پاکستاني پوځ سره دي، ځېنې مشکوکې دي، ځېنې له طالبانو سره دي، نو د پاکستان مسله دا ده چې که نورې قبایلي سیمې تر خپل پوره واک لاندې نه راولي او په بل ځای کې عملیات کوي نو د پاکستان مشکلات زیاتېږي، کمېږي نه.))

تر اوسه د ترهګرۍ پر ضد د جګړې پر مهال امریکا، پاکستان ته ۲۰ اربه ډالره مرستې ورکړې دي خو اوس د مرستو لپاره د ترهګرو پر ضد د عملیاتو شرط د کارپوهانو په نظر د پاکستان ستونزې لا نورې زیاتوي ځکه چې دې هېواد فیصله کړې ده چې په راتلونکي کال کې به د پیسو له نړیوال صندوقه قرض نه اخلي.
XS
SM
MD
LG