د لاسرسي ځای

د روغې جوړې بهیر ته به دوام ورکوو: کرزی


افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان پخواني ولسمشر برهان الدين رباني د جنازې په مراسمو کې هوډ څرګند کړ چې د طالبانو په ګډون له ټولو وسله والو ډلو سره به د روغې جوړې د کولو کوششونو ته دوام ورکړي.

کرزي د رباني چې نن (د جمعې په ورځ) په کابل کې خاور ته وسپارل شو، په جنازه کې خبرې کولې. ۷۰ کلن برهان الدين رباني د نهې په ورځ په کابل کې په خپل کور کې هغه ځانمرګي بريد کوونکي وواژه چې د طالبانو د استازي په توګه يې د خبرو اترو په موخه د نوموړي سره ملاقات درلود. رباني د وسله والو مخالفينو سره د روغې جوړې لپاره رامنځته شوي، د سولې د عالي شورا مشر وو. که څه هم افغان پوليس د رباني د وژلو شک پر طالبانو کوي خو هغوی د دې کار مسوليت نه دی اخيستی.
XS
SM
MD
LG