د لاسرسي ځای

تازه خبر

د آی ایس آی او حقاني اورپکو تر منځ ټیلي فوني اړیکي


د سپټمبر په دیارلسمه په کابل کې پر امریکايي سفارت تر برید وروسته منظر. یو هلک د ډزو پر مهال تښتي.
د سپټمبر په دیارلسمه په کابل کې پر امریکايي سفارت تر برید وروسته منظر. یو هلک د ډزو پر مهال تښتي.
ژباړه: پامیر ساحل، مشال راډیو

سرچینه: رویټرز خبري اژانس

پراګ
- رویټرز خبري اژانس لیکي د امریکا د استخباراتو د ادارې پخوانی لوړ پوړی تحلیل ګر او د ولسمشر باراک اوباما لپاره د افغان تګلارې جوړوونکي بروس ریډل وايي په کابل کې د سپټمبر په ۱۳مه پر امریکايي سفارت و د ناټو پر سر دفتر برید کوونکیو د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی پورې تړلو کسانو ته ټیلي فونونه کړي ول.

بروس ریډل وايي دا خبرې ورته د امریکايي حکومت چارواکو کړې دي. د ده په خبره، اورپکو له آی ایس آی پورې تړلو کسانو ته تر برید مخکې او وروسته ټیلي فون کړی وو.

ریډل وايي، تر برید وروسته امریکايي امنیتي پوځیانو هغه موبایل ټیلي فونونه له ځانه سره واخیستل چې اورپکو د برید پر مهال کارولي ول، او تمه ده چې له دې ټیلي فوني موادو سره د اورپکو او آی ایس آی تر منځ د تړاو نور شواهد تر لاسه شي.

د اوباما د انتظامیې ویاندانو د بروس ریډل پر تبصرو له خبرو کولو انکار کړی دی.

خو یو کس چې د پاکستان و امریکا د لوړ پوړو چارواکو تر منځ له شخصي ډیپلوماټيکي خبرو خبر دی وايي امریکايي چارواکو خپلو هغو پاکستانیو سیالانو ته چې په دې وروستیو کې یې د امریکا سفر کړی دی ویلي دي چې امریکا د کابل له بریدونو سره د آی ایس آی د تړاو کره شواهد لري.

دې کس ویلي، کله چې پاکستانیو چارواکو له امریکا غوښتنه وکړه چې ورته دې شواهد ورکړي، نو امریکايي چارواکو انکار وکړ.

رویټرز خبري اژانس لیکي ټیلي فوني اړیکي ښايي د دې توضیح کوي چې ولې امریکايي چارواکو د روانې اوونۍ پر مهال قوي بیانونه ورکړي دي چې د کابل بریدونه حقاني شبکې کړي دي.

د حقاني شبکه په پاکستان کې پرته د افغان اورپکو ډله ده چې په اړه یې دعوه کېږي چې پر یو مهال، له آی ایس آی، له طالبانو او له القاعده سره تړلې ده.

د پنجنشبې په ورځ، د امریکا د ټولو ځواکونو مشر ایډمرل مایک ملن د امریکا په کانګرس کې د اورېدنې پر مهال وویل، د حقاني شبکه، د آی ایس آی ((مجازي مټ)) دی. هغه وویل: ((د آی ایس آی له ملاتړ سره، د حقاني شبکې کار کوونکیو د سپټمبر په ۱۰مه د ټرک له لارې بمي برید او زموږ پر سفارت حمله وکړه.))

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک د دې بیان په اړه رویټرز خبري اژانس ته وویل، که چېرې دا ویل کېږي چې آی ایس آی پر سفارت په شوي برید کې لاس لري نو دی یې په سپینو ټکو کې ردوي. د رحمان ملک په خبره، پاکستان داسې هیڅ پالیسي نه لري چې برید وکړي، یا د پاکستانیو ځواکونو یا د پاکستان له لارې د برید لپاره ملاتړ یا مرسته وکړي.

تر اوسنیو پېښو وروسته د اسلام اباد او واشنګټن اړیکي بیا سره ترینګل شوي دي.
XS
SM
MD
LG