د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهاریو ځوانانو وينې عطيه کړه


ننګرهاری ځوان وینه دادوي
ننګرهاری ځوان وینه دادوي

بازمحمد عابد جلال اباد

د ننګرهار د ځوانانو چارو د امريت په نوښت شاه و خوا سلو تنو ځوانانو د ژوبل او ناچارو ناروغانو په خاطر پنځوس زره سي سي وينه د ننګرهار د مرکزي روغتون د وينې له بينک سره مرسته وکړه.

په دې موقع د ننګرهار د ځوانانو چارو د امريت مشر نور اغا ځواک وويل چې د وينې د عطيې دا لړۍ به دوامداره ساتي:

(( د ځوانانو چارو امريت او د ځوانانو منتخب فيدراسيون د خپل ملي وجيبې په اساس د قربانيانو سره د خواخوږۍ په خاطر دا لازمه وګڼله چې په هره مياشت کې به سل تنه ځوانان دعامې روغتيا د وينې له بينک سره د وينې ورکولو دا لړۍ پالي. دا د دې له پاره چې کله هم خداى ناخواسته روغتون ته ټپيان راوړل کيږي او يا هم داسې ناچاره ناروغان وي چې وينې ته يې اړتيا وي د وينې بينک به دا وينه هغوى ته په وړيا توګه ورکوي. او دا لړۍ به تر ډيره دوامداره ساتي.))

د ځوانانو د منتخب فيدراسيون مشر انعام الحق وويل چې د روغتيا ريس ته يې ويلي چې موږ دا قرباني د ټپيانو او بې وسه ناروغانو په خاطر ورکوو، بايد چې وينه يې بې ځايه مصرف نه شي، او نه به يې په چا خرڅوي. دى زياتوي چې د روغتيا د ريس له خوا ورته د دې خبرې ډاډ ورکړل شوى چې وينه به يې مستحقو کسانو ته ورکول کيږي.
د ګل احمد په نوم يو ځوان وايي چې په افتخاري ډول دې هر ځوان په هرو دريو مياشتو کې خپله وينه د خداى په رضا ورکړي.

د ننګرهار د عامې روغتيا د مرکزي روغتون سر طبيب ډاکټر سيف الرحمن ابراهيمي د ځوانانو ملي احساس ته د قدر دانۍ تر څنګ وويل چې په هرو دريو مياشتو کې د وينې ورکول بدن ته هيڅ تاوان نه لري:

(( دا چې نن ورځ زموږ دا ځوانان دې ته حاضر شوي چې په خپله خوښه دې وينه ورکړي، زه يې د دې احساس قدردانى کوم. په اصل کې وينه خپل عمر لري، له دريو نه تر څلورو مياشتو پورې که وينه ور نه کړل شي نو د وينې زاړه کرويات له منځه ځي او د انسان بدن نوې وينه جوړوي. نو وينه ورکول بدن ته هيڅ تاوان نه رسوي. دا يوه صدقه ده او زما خپلو هيوادوالو ته دا پيغام دى چې هيڅ ډول ويره دې نه نه لري، او په ډير جرات سره دې وينه ورکړي او د يو انسان ژوند دې بچ کړي.))

دى زياتوي چې تر دې وړاندې به ګڼ شمير ناروغان او ژوبل کسان د وينې د بيلابيلو ګروپونو د نه موجوديت له وجې د سختو ستونزو سره مخ وو چې د ځوانانو دا قرباني به په ننګرهار کې د ډيرو ضرورتمندو ناروغانو په درد دوا شي.
XS
SM
MD
LG