د لاسرسي ځای

د لیبییا نوې کابینه به ډېره زر جوړه شي


د لیبیا د ملي عبوري شورا وزیراعظم محمود جبریل

د لیبیا د ملي عبوري شورا وزیراعظم محمود جبریل

د لیبیا د ملي عبوري شورا وزیراعظم وايي ، هیله لري چې ددې هیواد نوې کابینه به په لسو ورځو کې جوړه شي.

وزیراعظم محمود جبریل چې په نیویارک کې د عرب پسرلي په یوکنفرانس کې خبرې کولې وویل دا پریکړه لا تر اوسه نده شوې چې د نوې کابینې وزیران به په طرابلس یا د هیواد په ختیځ او لویدیځ کې وي.

عبوري شورا د لیبیا په ختیځ کې ده په داسی حال کې چې د معمر قذافي د واکمنۍ مرکز طرابلس په لویدیځ کې دی .

جبریل زیاتوي،" زه د وخت پابند نه یم خو په دې فکر کې یم چې ددې حکومت ترشا ملي یووالې راشي. زه تمه لرم چې حکومت به په یوه اوونې یا ترډیره لس ورځو کې به جوړ شي. ډير کارونه سرته رسیدلي دي، اوس پوښتنه د وزارتونو د شاملولو ده او د ځاې مسله هم ده چې دوی به ایا په طرابلس کې وي او یا که د هیواد په ختیځ او لویدیځ کې. او دا امکانات شته"

د نوې کابینې د جوړیدو وروسته عبوري حکومت د ټاکنو او نوي ایین د جوړولو هوډ څرګند کړی دی.
XS
SM
MD
LG