د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او ترکیې پر سوریې د فشار زیاتولو موافقه کړې


د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي وویل چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د ترکیې وزیراعظم رجب طیب اردوغان موافقه وکړه چې د سوریې پر رژیم فشار زیات کړي چې د حکومت ضد مظاهره کوونکو سره له تشدده لاس واخلي.

د امریکا او ترکیې مشرانو د سوریې په اړه د نهې په ورځ د ملګرو ملتو د عمومي غونډې تر څنګ په نیویارک کې خبرې وکړې.

امریکا مخکې د سوریې له ولسمشره غوښتي و چې واک پریږدي او د ترکیې حکومت د بشار الاسد له رژیمه غوښتي و چې د مظاهره کوونکو له ځپلو لاس وا خلي.

د ملګرو ملتو له آټکل سره سم په سوریې کې د بشار الاسد د ځواکونو له لورې نژدې دوه زره اووه سوه کسان د مارچ له میاشتې راهیسې چې د حکومت پرضد لاریونونه پیل شوې دي وژل شو ې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG