د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه : د شییعه مسلمانانو په وژنه د اوو ورځو ویر اعلان شوی


په کوټه کې شییعه کنفرانس په دې ښار کې د پرونې پیښې له امله چې د دوې شاخوا دیرش تنو ته مرګ ژوبله اووښتې د اوو ورځو ویر اعلان کړی دی.

پرون د نهې په ورځ له کوټې ایران ته تلونکي په یوه بس کې لږترلږه ۲۶ مساپران د کوټې مستونګ پر لوی سړک د نامالومه وسلوالو لخوا ټک په ټکه په ډزو کې وژل شوي او بیا ددوې د مړو د پورته کولو لپاره په راغلو کسانو هم برید شوی او درې تنه یی وژلي دي.

د مشال رډيو خبریال د خبر له مخې په دې پیښه کې ۴ نور ژوبل دي.

او په ښار کې نن سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

پولیس وايي ،مرګ ژوبله د کوټې ښار اوسېدونکو هزارګانو ته اوښتې چې په شییعه مسلک پورې اړه لري او زیارت په تکل وتي وو.

له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې زیاتې شوې چې په هغو کې د شییعه مسلمانانو پر وړاندې د سني سخت دریځو ډلو لخوا په بیا بیا بریدونه هم په زیاتېدو دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG