د لاسرسي ځای

تازه خبر

د استاد رباني وژنه د افغانستان د امن پر ضد دسیسه


د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني به ځانمرګي برید کې ووژل شو
د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني به ځانمرګي برید کې ووژل شو

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په نیویارک کې له خپل امریکايي سیال بارک اوباما سره د خبرو پر مهال په یوه ځانمرګي بمي برید کې د استاد برهان الدین رباني وژنه په کلکو ټکیو وغندله.

ددې تر څنګ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ،د برتانیا لومړي وزیر ډېويډ کېمرن هم د استاد رباني وژنه غندلې او دا یې د افغان ملت یو لوی ملي تاوان بللی چې ددې هیواد د سولې بهیر یې پر مخ بیولی.

د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني پرون د نهې په ماښام په خپل کور کې په یوه ځانمرګي برید له خپلو څلور ساتونکو سره یو ځای ووژل شو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په هغه چاودنه کې د سولې اعلي شورا د دارلانشاء رئیس معصوم ستانکزۍ هم سخت ټپي شوی دی.

د ځینو سرچینو د معلوماتو له مخې برید کوونکي د یو طالب چارواکي په توګه، چې له استاد رباني سره وویني دمعصوم ستانکزي او ددې شورا د یو بل غړي رحمت الله واحدیار لخوا د هغه کور ته بیول شوي وو.چې ویل کېږي په هغوی کې یوه یې په خپل پټکي کې پت کړي چونکي توکي له استاد رباني سره د روغ بړ پر وخت وچول.

د استاد رباني د کور واټ چې دی د ځانمرګي بریدکونکي لخوا په کې ووژل شو.سپټمبر ۲۰م ۲۰۱۱

که څه هم تر اوسه چا د هغه د وژلو پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو په افغانستان کې د ځانمرګو بمي بریدونو تر شا د وسله والو طالبانو لاس بلل کېږي.





د استاد رباني تشه

د افغانستان سولې عالی شورا د مشر استاد برهان الدین رباني د وژني په اړه ولسمشر کرزي وویل، دا به ورته ډیره ګرانه وي، چې د استاد رباني پرځای بل څوک د سولی د عالی شورا د مشر په توګه انتخاب کړي.
له ولسمشر اوباما سره د خبرو پر مهال افغان ولسمشر کرزي زیاته کړه.

هغه ماموریت چې استاد رباني په غاړه اخیستی و، د افغانانو لپاره، زموږ په هیواد کې د سولي او امنیت لپاره یو حیاتي ماموریت و. موږ به د هغه کمي احساس کړو او ښاغلی ولسمشر اوباما زه فکر نه کوم چې په اساني سره به د هغه ځای ډک کړم. ″

د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم خپله ژوره خواشینې څرګنده کړه او ویې ویل، چې استاد رباني د ولسمشر کرزي ډیر مهم مشاور وو.

هغه داسې سړی و، چې د افغانستان په اړه یې ډیر عمیق فکر کاوه
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی له خپل امریکايي سیال بارک اوباما سره د نیویارک په یوه هوټل کې ویني

په کابل کې د سولی د عالی شورا د مشر استاد برهان الدین رباني د وژنې د خبر له اوریدو سره سم افغان ولسمشرکرزی ، چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومې اسمبلۍ کې د خبرو او ګډون لپاره تللی و، بېرته خپل هیواد ته وګرځېدی.


ظاهراً دې کسانو د کوټې د شورا کوم پیغام استاد رباني ته رساوه. دوی ویلي وو، چې د ملا عمر کوم پیغام یې ورته راوړی خو افغان چارواکي وايي، چې د استاد رباني له قاتلینو سره هیڅ کوم پیغام نه و او د دوی هدف د استاد رباني ترور کول وو.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال د سولې د عالي شورا د مشر وژنه یوه مرموزه توطئه وبلله او خلک یې وهڅول، چې خپل ملي یوالی خوندي وساتي.

مارشال محمد قسیم فهیم، چې د استاد رباني له وژنې یوازې درې ساعته وروسته یې یوې خبري غونډې ته وینا کوله په ځانګړې ډول د استاد رباني پلویان مخاطب کړل او ویې ویل، چې باید ځان له بې ځایه وسوسو لرې وساتي.

ده که څه هم په دې ټینګار وکړ، چې د سولې د ټینګښت لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي، خو د ده په وینا د دې هڅو څرنګوالې د افغان دولت په پریکړې اړه لري.

موږ بیا هم هڅه کوو، چې په هیواد کې سوله او امنیت ټینګ شي، خو دا چې دا به په څه ډول وي، دا به بیا افغان دولت په دې اړه پریکړه وکړي.

زه له ټولو مجاهدینو او د شهید استاد له لاریانو غواړم، چې د دښمن توطئو ته متوجه وي او د شیطاني او نفاق انګیزو وسوسو ښکار نه شي.″

استاد سیاف، چې له مارشال فهیم نه سمدستې وروسته د خبریالانو په وړاندې راڅرګند شو د ښاغلي رباني په وژنې سخت غبرګون څرګند کړ.
د برهان الدین ملاتړيو د هغه یو عکس راخیستی او د هغه د کور مخې ته ولاړ دی چې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو

ده هم په خپلو خبرو کې د استاد وژنه د هیواد د د ښمنانو کار وباله، خو ویې ویل، چې د ښاغلي رباني مبارزې ته به ته دوام ورکړي.

ښاغلي سیاف هم په خپلو خبرو کې په داسې حساسو شرایطو کې د خلکو په یوالې ټینګار وکړ او ویې ویل.

دا ولس یو موټی دی، په دې ولس کې ملي وحت او ملي یو والی چې استاد د دې لپاره کار کړی و، دا لاپسې ټینګیږي او دا حوادث به دا ملت لا پسې مثبوتوي، په یو صف، په یوه سنګر او د یوه موټي په شان به یې دروي.″

د افغانستان پخوانې ولسمشر مشر استاد رباني، چې اوس یې د سولې د عالي شورا مشري کوله د سې شنبې په ورځ ناوخته په خپل کور کې په یوه ځان وژونکې حمله کې ووژل شو.

د هیواد د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردک دریم کس وو، چې د نهې په ماښام خبري غونډې ته راڅرګند شو.

هغه پر خلکو د یوالي او اتحاد ټینګار وکړ او ویې ویل، چې باید په یو موټي توګه د دښمنانو په وړاندې مبارزه وشي.

ده د دې پیښې د څرنګوالي په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د امنیتي ادارو تحقیقات لا په لومړي پړاو کې دي او نه شي کولی په دې اړه زیات جزیات وړاندې کړي.

تحقیقات اوس مهال په ډیر لومړي پړاو کې دي او کله، چې روښانه شول، نو موږ بیا کولی شو، چې د پیښې د څرنګوالي په اړه په پریکنډه ډول خبرې وکړو. اوس له دې ناوړه پیښې نه یوازې درې درې نیم ساعته تیریږي.″

خو بل لور ته د استاد رباني ځینو نږدې سرچینو ویلي، چې حمله کوونکې، چې د سولې د عالي شورا د درالانشاء رییس معصوم ستانکزی هم ورسره و، د طالبانو د یو مهم استازي په توګه، چې باید له استاد سره خبرې وکړي، د ده کور ته ورغلي وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې حمله کوونکي کله، چې د روغ بړ لپاره استاد ته ورنږدې شو، نو په خپله لونګۍ کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکي مواد والوزول.

په کابل کې د امریکا سفارت، د ملګرو ملتونو دفتر، ایساف او ناټو هم د جلا جلا پیغامونو په خپرولو سره د ښاغلي رباني وژنه په کلکه غندلې او دا ژمنه یې کړې، چې په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.


د استاد رباني ژوند لیک

د افغانستان پخوانی ولسمشر استاد برهان الدین رباني په ۱۹۴۰ ز کال په بدخشان کې نړۍ ته سترګې وغړولې. په بدخشان کې یې لیک لوست زده کړ او د کابل د شریعاتو په پوهنځي کې یې عالي زده کړې کړې. د مصر په الازهر پوهنتون کې یې د اسلامي فلسفې په برخه کې زده کړې ترسره کړې.

د ۱۹۶۰ مې لسیزي په وروستو کې افغانستان ته راغلی او یو له هغو کسانو څخه و، چې د پخواني پادشاه ظاهر شاه سره یې د افغانستان د سیکولر کیدو په برخه کې مخالفت کاوه.
د کابل په دغه لویه هدیره کې د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۶ م په کلونو کې په کورنۍ جګړه کې د وژل شوي قبرونه

په ۱۹۷۷ ز کال کې یې د جمعیت اسلامي په نوم ګوند جوړ کړ او پاکستان ته ولاړ. کله چې د پخواني شوروي لښکرو پر افغانستان یرغل وکړ او د مجاهدینو ډلې په پاکستان کې جوړې شوي؛ نو جمعیت اسلامي یو له لویو ګوندونو څخه و.

کله چې ډاکتر نجیب اله د پخواني شوروي د عسکرو له وتلو وروسته قدرت له لاسه ورکړ او مجاهدین کابل ته ننوتل نو بیا استاد برهان الدین رباني د افغانستان مشري په غاړه واخیسته.

هغه د ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۶ کلونو کې، چې کورنۍ جګړه په افغانستان کې روانه وه، د شمال د ایتلاف مشر شو او د افغانستان په شمال کې یې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی و.


د بشري حقونو د څارنې ډلې یو ځل استاد رباني د هغو یوشمېر افغان مشرانو په ډله کې شمارلي و، چې په جنګې جنایتونو تورن دی او په نویمې لسیزی کې د کورنۍ جګړې په لړ کې د زرګونو افغانانو د بې ځایه کیدو او وژنې مسوول بلل شوی دی.

به کابل کې د دالامان ماڼۍ چې دافغانستان په کورنیو جګړو کې ورانه شوه.


په ۲۰۰۱ میلادي کال کې کله چې د امریکایانو په مرسته د حملو په ترڅ کې د طالبانو رژیم نسکور شو، برهان الدین رباني د افغانستان د موقت حکومت ولسمشر کرزي ته وسپاره.

په ۲۰۰۵ زکال کې یې په پارلماني انتخاباتو کې ګډون وکړ او د ولسي جرګې غړیتوب یې ترلاسه کړ.

هغه تر خپل مرګ د مخه یعنې تر پرون ماښامه د سولې د عالې شورا مشر وو او غوښتل یې چې وسله وال طالبان سولې ته راوبولي او په داسې حال کې په خپل کور کې ووژل شو، چې د طالبانو له یو شمېرکسانو سره یې د سولی په اړه خبرې کولي.
XS
SM
MD
LG