د لاسرسي ځای

یمن : په سنا کې ګڼ حکومت ضد مظاهره چیان ووژل شو


د يمن په سرښار سنا کي حکومت پلوه وسله والو کسان د پټو ځايونو نه په مظاهره چيانو ډزې کړي دي چي په کي شل کسان وژل شوي دي.

د اتوار له شپې راهیسې تر دي دمه د حکومت پلوه پوځيانو او د پټ ځايونو څخه د وسله والو لخواه په مظاهره چيانو ډزو کې د وژل شوو کسانو شمير پنځوس ته رسيدلی دي.

له کله نه چې د جنورۍ په مياشت کې د ولسمشر عبدالله صالح د حکمرانۍ ختمولو لپاره مظاهرې شورو شوي دي د هغې وروسته دا يو تر ټولو لوی خونړي عمليات دي .

بلخوا پرون د سعودي شاه عبدالله هم عبدالله صالح سره په يمن کي د مخ په زياتيدونکي تشدد باندې خبرې اترې کړي.
XS
SM
MD
LG