د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران: د نشیي توکیو ۲۲ قاچاقبران په دار ځوړند شو


په ايران کي د نشیي توکیو په قاچاق ککړ دويشت کسان په دار ځړول شوي.

د ايران يوه سرکاري ورځپاڼه وايي دغه کسانو ته د تهران په یوه زندان کې سزا ورکړل شوېده.

که څه هم د ايران چارواکي په رسمي توګه په دار ځړول شوو کسانو شميره نه خپروي خو د بشري حقونو د ادارو په خبره په ايران کي سږ کال يوشمير کسانو ته د مرګ سزا ورکړل شوېده .

په ايران کي هغه چاته د مرګ سزا ورکول کېږي چې په قتل ، جنسي اړيکو، د وسلې په زور غلا ، سړي تښتونې او د نشيي توکیو په قاچاق ککړ وګرځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG