د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هلمند په ولسواليو کې ډاکټرانې نشته


په ګڼو روغتونو کې ښځې ډاکټرانې او نرسانې نشته
په ګڼو روغتونو کې ښځې ډاکټرانې او نرسانې نشته
سید شاه سقیم - کندهار

د افغانستان د هلمند ولايت اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت په ليري پرتو ولسواليو کې د ښځينه ډاکټرانو د نشتون له امله له ګڼو ستونزه سره مخامخ دي، او ناروغانې يې ډاکټر ته تر رسېدو وړاندې ژوند له لاسه ورکوي.

د هلمند ولايت له مرکز څخه د ليري پرتو سيمو اوسېدونکي وايي چې په خپلو سيمو کې د ښځينه ډاکټرانو د نشتوالي له امله يې ناروغه شوې مېرمنې له مرګ سره مخامخېږي.

دوى وايي چې د ښځينه ډاکټرانو د نه شتون له وجې اړي وي چې خپلې ناروغانې د ولايت مرکز ته ولېږدوي خو تر مرکز پورې غزېدلې لارې هم خرابې او کله کله له ماينونو ډکې وي چې له امله يې ځينې ناروغانې تر روغتون پورې د رسېدو پر مهال ژوند له لاسه ورکوي.

د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى شېرعلي وايي چې په دغه ولسوالۍ کې اوو روغتونونه دي خو په ټولو کې يې يوازې يوه ښځينه ډاکټره شته چې نه شي کولاى تر دومره زياتو ناروغانو پورې ورسېږي.

"ښځينه ډاکټره نشته دولت بايد زمونږ د ميرمنو د پاره دلته يو ډاکټره راوليږي چې په راتلونکي کې مونږ څه نا څه هوسا شو "

د عبدالمتين په نامه يو بل کس بيا وايي چې په ټوله ولسوالۍ کې يوازې يوه ښځينه ډاکټره لري چې هغه هم نه شي کولاى د بېلابېلو ناروغيو درملنه وکړي.

"هغه ورځ مي مريضه راوستې او ښځينه ډاکټره مو په کار وه خو دوى ويل چې دا ډاکټره د ولادت ډاکټره ده او په نورو مريضيانو نه پوهېږي بيا مو مرکز ته بوتله"

د ناوې ولسوالۍ د مرکزي روغتون ډاکټر محمد افضل سربلند وايي چې د روغتون په تشکيل کې ښځينه ډاکټرانې لري خو د خراب امنيتي حالت له امله ښځينه ډاکټرانې په دغه سيمه کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي.

" په تشکيل کې مونږ ښځينه او نارينه دواړه ډاکټران لرو خو د خرابو امنيتي حالاتو له امله ښځينه ډاکټرانې دلته نه راځي ، مونږ يوازې يوه قابله لرو دلته چې ځينې ولادي ناروغانې تداوي کوي"

د هلمند د ليري پرتو سيمو اوسېدونکي په داسې حال کې د ښځينه ډاکټرانو د نه شتون له امله ځان له ستونزو سره مخ بولي چې د دغه ولايت په ډېرى ولسواليو کې لا هم نه خو د نجونو ښوونځي شته او نه هم څوک خپلو لوڼو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکوي.
XS
SM
MD
LG