د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې ځانمرګي برید اته تنه ووژل


په پاکستان کې چارواکي وايي چې په کراچۍ کې د پولیس د یوه چارواکي کور مخې ته ځانمرګی برید شوی دی.

د چارواکو په خبره، په دې برید کې اته کسان وژل شوي دي. برید د ترهګرۍ د مخنیوي د څانګې د پلټنو د دفتر د مشر چودري اسلم کور مخې ته شوی دی.

اسلم په دې برید کې بچ شوی دی او تر پېښې وروسته یې پر ټیلي ویژن ویلي دي چې د اورپکو لخوا یې ګواښونه تر لاسه کړي ول: ((ما له طالبانو ګواښونه تر لاسه کړي دي. زه غواړم هغوی ته ستاسې له لارې پیغام ورکړم چې زه له داسې بزدلانه عملونو نه ویرېږم. زه به هغوی ته داسې سبق وښييم چې راتلونکي نسلونه به یې یاد وساتي. زه نه ډارېږم. پر ویده خلکو برید کول بزدلانه کار دی. که هغوی جرات لري نو زه هر وخت په سړک یم، هلته دې پر ما برید وکړي.))

د چودري اسلم د پولیسو څانګې پر اورپکو چاپې وهلې دي او بریدونه یې کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG