د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م د پاکستان سیلاو ځپلو لپاره د مرستو غږ کړی


د سیند صوبې په لروبر کې سیلاونو تاوانونه اړولي دي
د سیند صوبې په لروبر کې سیلاونو تاوانونه اړولي دي
ملګرو ملتونو د د پاکستان د سېلاو ځپلو لپاره د ۳۵۷ میلیونه امریکايي ډالرو د مرستو غوښتنه کړې ده.

په پاکستان کې د سېلاوونو له کبله په لکونه کورونو او پر میلیونونه اېکړه ځمکه ولاړو فصلونو ته تاوان رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو ویانده حمیرا محبوب وايي دا پیسې به په سېلاو ځپلو سېند و بلوچستان صوبو کې، تر راتلونکو شپږو میاشتو، پر له پینځو میلیونو زیاتو کسانو لګول کېږي.

ملګري ملتونه وايي شا و خوا د سېند په هره ضلعه کې او د بلوچستان په ضلعو کې هم سېلاو راغلی دی.

په دې سېلاو کې ۳۴۲ کسان وژل شوي او ۶۰۰ ژوبل شوي دي. په سېند کې سېلاو ۶۶۵۰۰۰ کورونو ته تاوان رسولی دی او ۱.۸ میلیونه خلک یې بې کوره کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG