د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسراییل و فلسطین ترمنځ د امن لپاره غونډې کېږي


د اسراییل و فلسطین جنډۍ
د اسراییل و فلسطین جنډۍ
د امریکا په نیو یارک ښار کې د اسراییل و فلسطین تر منځ د سولې د خبرو د بیا پیلولو په موخه غونډې روانې دي.

دا غونډې پر دې مهال کېږي چې د نوي بحران مخه ونیول شي ځکه چې فلسطین په ملګرو ملتونو کې د خپل دولت د پوره او رسمې منلو لپاره هڅې پیل کړې دي.

د یکشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي شورا له غونډې مخکې د نورو غونډو رپورټونه راغلي دي چې په کې د منځني ختیځ څلورو منځګړو اروپايي ټولنې، روسیې، ملګرو ملتونو او امریکا لوړ پوړو ډیپلوماټانو برخه اخیستې ده.

امریکا او د دې ملګري اسراییل ویلي د فلسطین لخوا په ملګرو ملتونو کې د دولت جوړېدو لپاره د رایې غوښتنه به د سولې خبرو اترو ته تاوان ورسوي او امریکا ژمنه کړې ده چې د امنیت په شورا کې به د فلسطین غوښتنلیک ویټو کړي.

امریکا د فلسطین د دولت ملاتړ کوي خو وايي دا دولت باید له اسراییل سره د خبرو په نتیجه کې جوړ کړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG