د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ :ځانمرګي برید اته تنه وژلي


به پاکستان کې په بیا بیا د پولیس مشران چارواکي او د هغوی کورونه د وسله والو اورپکو ډلو لخوا په نښه کېږي
به پاکستان کې په بیا بیا د پولیس مشران چارواکي او د هغوی کورونه د وسله والو اورپکو ډلو لخوا په نښه کېږي
په کراچۍ کې د سي ای ډي پوليسو د يو چارواکي په کور بريد شوی دی چې په ترڅ کې يې ديوې مېرمنې او یوه ماشوم په ګډون اته کسان وژل شوي دي ـ پوليس وايي دغه يو ځانمرګی بريد و چې شاوخوا په درو سوو چوونکيو توکیو بار ګاډی د سي اي ډي د مشر چودري اسلم له کور سره وجنګاوه.

د کراچۍ د پولیسو یوه چارواکي له رسنیو سره په خبرو کې ووبل،برید نن ګهیځ هغه مهال وشو چې خلک خپلو کارونو ته روان وو.په وژل شویو کې شپږ د پولیس کسان وو چې د هغه پر کور یې ډیوټي ورکوله.او یوه میرمن چې خپل ماشوم یې ښوونځي ته بیولی له هغه سره یو ځای وژل شوېده.په دغه برید کې د چودري اسلم د کور ودانۍ او د ګاونډ نورو کورونو ته هم زیان رسېدلی دی.

دغه چاودنې له ځای سره جوخت د یوه کور څوکیدار ګل زمان مشال ریډیو ته وویل چې دا دومره زوروره چاودنه وه چې تر لرې لرې یې د کورونو ښیښې ماتې کړېدي،او تر ډېره وخته پورې په علاقه کې د باردو بوی خور وو.او له کور سره نژدې ولاړ یو څو ګاډي هم سوځېدلي او په بشبړه توګه تبا ه شوي دي.

د پولیس چارواکي وايي، چودري اسلم د سي ای ډی برخې سره تعلق لري چې ترهګر نیسي او د قانون منګولو ته یې سپاري.او د هغه پر کور برید هم ددغه ترهګرو لاس کېدای شي.

چودري اسلم هم له پېښې وروسته خبري رسنیو ته وویلي چې هغه ته پرله پسې د د ناقانونه ګرځولو شویو اورپکو ډلو لخوا دړکې ورکول کېدې او دا اوسنی برید هم ددغه ترهګرو ډلو کار کېدای شي.

دی وايي، هیڅ داسې ګمان یې نه کاوه چې د شپې مهال په خوب کې به هغوی دغه ډول نامرده برید ترسره کوي.او پر ماشومانو او زما پر مېرمن به برید کوي.د ترهګرو پر ضد به موږ خپله کاروايي جاري ساتو او داسې کاروايي چې د هغوی نسلونه به یې یاد ساتي.

د طالبانو یوه ویانداحسان الله احسان له مشال ریډیو سره په خبرو کې ددغه برید پړه پرخپله غاړه اخیستې ده.

په کراچۍ کې د سي آی ډي پولیس چارواکي په بیا بیا ادعا کوي چې دوی د ښار له بیلا بیلو برخو د ناقانونه ګرځول شویو وسله والو ډلو یو شمیر کسان نیولي دي.او دا اوسنی برید هم د شننونکو په خبره ددغه نیونو غبرګون کېدای شي.
XS
SM
MD
LG