د لاسرسي ځای

د لیبییا په سرت ښار کې سخته نښته روانه ده


د لیبیا په دوو ښارونو کې د لنډ مهالي حکومت د ځواکونو او د لرې کړل شوي مشر معمر قذافي د وفادارو تر منځ شدیده جګړه روانه ده.

د قذافي د پلرني ښار سرت په کوڅو کې د جګړې رپورټونه دي. دلته د عبوري قامي شورا ځواکونه له سخت مقاومت سره مخامخ دي. د راغلیو خبرونو تر مخې، د لنډ مهالي حکومت ځواکونو په بني ولید کې هم د قذافي پلویو جنګیالیو پر ضد نوي بریدونه پیل کړي دي.

د جمعې په ورځ په بني ولید کې د قذافي پلویانو دوی ته ماتې ورکړې وه او په شا تګ یې مجبوره کړي ول. د قذافي په اړه مالومات نشته چې چېرې دی خو دهغه ویاند موسا ابراهیم وايي چې په لیبیا کې دی او د لنډ مهالي حکومت پر ضد د جګړې مشري کوي.
XS
SM
MD
LG