د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وسلې له نندارتونه پاکستاني برخوال وویستل شو


په برېتانیې کې د وسلې له نندارتونه پاکستاني برخوال وویستل شو

دا ګام ځکه اخیستل شوی دی چې په نندارتون کې د برېتانیې د پارلېمان یوه غړي د پاکستانیو برخوالو پر سټالونو د کلسټر بمونو اشتهارات ولیدل.


اسوشي اېټډ پریس خبري اژانس وايي د پارلېمان غړي داسې اشتهارات ومیندل چې په کې د کلسټر بمونو د پر مخ بیولو خبرې وې.

دا نندارتون د لندن د دفاعي نظام او آلاتو نړیوال نندارتون نومېږي. برېتانیا د هغه نړیوال تړون منونکې ده چې د کلسټر بمونو د کارولو، او پیداوار مخه نیسي. اسوشي اېټډ پریس د پاکستانیو شرکتونو نوم نه دی ورکړی چې له نندارتونه بهر ویستل شوې دي.

کلسټر بمونه په پراخ کچ د وژنو لپاره استعمالېږي چې په نړیواله توګه یې ډېر هېوادونه د کارولو او جوړولو مخالف دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG