د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار له لوى زندانه ۶۸ بنديان خوشي کړل شول.


د کندهار له زندان څخه اته شپېته تنه بنديان خوشي کړل شوي دي
د کندهار له زندان څخه اته شپېته تنه بنديان خوشي کړل شوي دي

سید شاه سقیم ـ کندهار

د کندهار له زندان څخه اته شپېته تنه بنديان خوشي کړل شوي دي چې پکې درې ښځې هم شاملي دي.

چارواکي وايي دغه بندیان د افغان ولسمشر حامد کرزي د اوو څلوېښتمې ګڼې فرمان په اساس خوشي شوي دي .

د کندهار د زندان مسولين وايي چې په دې سربېره د ياد فرمان په اساس په زندان کې د سلو تنو بنديانو په سزاوو کې کموالاى هم راوستل شوى دى.

د الله داد په نامه له زندان څخه يو تن خوشي شوى بندي وايي چې په ټول ژوند يې دومره خوشحالي نه وه ليدلې څومره چې يې نن ليدلې ده.

(( دومره خوشحالي په ټول ژوند کې په ما باندې نه ده راغلې لکه نن چې له دغه زندان او دعذاب له ژوند څخه وزو ))

د کندهار زندان د مسولينو په خبره دا مهال دوى په دغه زندان کې بنديانو ته بېلابېل کسبونه ورزده کوي او زدکړې هم ورکوي .د محمد کريم په نامه يو بل خوشي شوى بندي وايي چې په زندان کې يې ډېر څه زده کړي او له دې وروسته به نو له داسې کارونو څخه ډډه کوي چې له امله به يې دوى زندان ته ځي.

(( دا زندان د خلکو لپاره يو پوهنتون هم دى، او عبرت هم . دلته ډېر څه زده کېږي ، موږ اوس توبه ايستلې او بيا به داسې کار نه کوو چې له امله به يې موږ بنديان کېږو))

د کندهار د زندان مسول ډګروال محمد فاروق وايي چې دغه اته شپېته تنه بنديان د افغانستان د خپلواکۍ د دونويمې کاليزي په وياړ د ولسمشر د فرمان په اساس خوشي شوي وو چې تر اوسه پورې يې په اړه د کندهار عدليې ، څارنوالۍ، مېرمنو او بشري حقونو د ادارو له خوا ټاکل شوي ګډ پلاوي څېړنې کولې .

(( هغه زندانيان چې د بند څه موده يې په زندان کې تېره کړې او څه يې پاتې دي د ولسمشر ددغه فرمان په اساس خوشي کېږي. ددغو بنديانو شمېره اته شپېته ته رسېږي چې درې پکې ښځې او نور نارينه دي او په دې سربېره د دغه فرمان په اساس په زندان کې د ننه د سلو بنديانو په سزاوو کې تخفيف راوستل شوى دى))

د کندهار زندان تر دې وړاندې دوه ځله د وسله وال بريد او يوې سمڅې ايستلو په پايله کې مات شوى وو چې له امله يې سلګونه سياسي بنديان تښتېدلي وو .
XS
SM
MD
LG