د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر په باړه کې وسله واله نښته، ۱۵ تنه ووژل شو


په خیبر کې د لښکرې اسلام نومي اورپکې ډله هم زیاته فعاله ده.
په خیبر کې د لښکرې اسلام نومي اورپکې ډله هم زیاته فعاله ده.

په خیبر کې د پولیټکل انتظامییه وايي د خاصه دارو او ځايي امن لښکر پریوه چوکۍ د وسله والو په برید کې یو خاصه دار او د ځايي امن لښکر څلور تنه وژل شوي دي. د انتظامیې چارواکي وايي، په ځوابي کار روايۍ کې یې ۱۰ وسله وال هم وژلي دي.

نښته څنګه پیل شوه؟

د سیمې یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل چې دا برید بیګا شاوخوا په دولس بجو وشو چې تر درو بجو پورې یې دواک وکړ.په دې برید کې د هغه په خبره هر ډول وسله لکه راکټ لانچرې ،دوشکې مارټرې او نورې درنې وسلې استعمال شوېد ي.

په سیمه کې امنیتي لښکرې او اورپکې ډلې

د خیبراېجنسۍ په باړه کې له تېرو څه نا څه دوو کلونو راهیسې د وسله والو ډلو پر ضد د پاکستانيو ځواکونو عملیات روان دي چې پکې په بیا بیا نښتې رامنځ ته کېږي.خو اوس په دې سیمه کې د آکا خیلو یو ځايي امن لښکر جوړ شوی دی چې د امنیتي ځواکونو او د خاصه دارو په ملاتړ د وسله والو پر ضد ولاړ دي.

د خیبر اېجنسۍ په بیلابیلو سیمو کې د لښکرې اسلام،انصار الاسلام او تحریک پاکستان طالبان فعاله دي.

ګرځبندیز

په باړه سیمه کې د ناامنو حالاتو له وجې لا هم په ځینو سیمو کې ګرځبندیز(کرفیو) ده چې پکې بازارونه ، سکولونه،روغتونونه بند پراته دي او خلک له سختو مشکلاتو سره مخامخ دي.له دغه سیمې په سلګونه کورنیو کډې هم کړې دي.

خیبر اجنسۍ

د خیبر قبایلي اجنسۍ انتظامي مرکزونه لنډی کوتل او باړه دي.کاروباري مرکزونه یې لنډي کوتل او جمرود دی.د خیبر تیراه د نښترو په ښایسته ونو پوښلې ده او ددې ترڅنګ وله ،توت او د غوزاڼو ګڼې ونې لري.په خیبر کې نور مشهور ځایونه یې خیبر دره ،تورخم،تاتره ،لواړګۍ ،باغ،میدان،ډبورۍ، او کجورۍ دي.په سیمه کې سرکاري اسانتیاوې د نېشت برابرې دي.او خلک د اوبو د کمي سخت شکایتونه لري.په سیمه کې د سیل ګرۍ ځایونه ،د جمرود کلا،خیبر دره،علي جومات،شپولا سټوپا(چې بدهايي دورې پورې اړه لري) ،لواړګۍ،مېچني پوسټ او کافر کوټ دي.

په خیبر کې شینواري،اپریدي او ملاګوري قبایل اوسېږي.او په لږکیانو کې سکان هم په ګڼ شمېر کې اوسېږي.

دا اجنسۍ له افغانستان سره د ننګرهار ولایت پر پوله ده او د پښتونخوا صوبې له پېښور سره جوخته پرته ده او پولیټیکل اجنټ یې هم خپل دفتر په پېښور کې لري.
XS
SM
MD
LG