د لاسرسي ځای

تازه خبر

حقاني شبکه او پاکستان اړيکي لري


حقاني شبکه چې له طالبانو او القاعده سره تړلې ده، په اړه یې امریکا فکر کوي چې په پاکستان کې له افغانستان سره پر پوله په شمالي وزیرستان کې مرکزونه لري
حقاني شبکه چې له طالبانو او القاعده سره تړلې ده، په اړه یې امریکا فکر کوي چې په پاکستان کې له افغانستان سره پر پوله په شمالي وزیرستان کې مرکزونه لري
په پاکستان کې د امریکا سفیر کیمرون مونټر ویلي داسې ثبوت شته دی چې تر مخې یې د پاکستان د حکومت او د یاغي حقاني شبکې تر منځ د اړیکو پته لګي.

د پاکستان له سرکاري راډیو سره د خبرو پر مهال، امریکايي سفیر پر حقاني شبکې، تېره اوونۍ د کابل د بریدونو تور پورې کړ. ده وویل: ((داسې ثبوت شته دی چې حقاني شبکه له پاکستاني حکومت سره تړي.))

هغه هغه وویل، د حقانې ډلې او د پاکستان تر منځ رښته باید پای ته ورسي.

د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر رسول بخش رییس له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، زما په اند د امریکايي سفیر له دې بیان څخه داسې څرګندېږي چې د امریکا او پاکستان تعلقات د غلط فهمۍ ښکار دي او د افغانستان جګړې د ګټلو کوم امکانات چې په نظر راتلل هغه به له دغه ډول بیانونو او د دواړو هیوادونو تر منځ د خرابو تعلقاتو له وجې ضرور متاثره کېږي.که پاکستان او امریکا خپلمنځي معاملې هوارې نکړې نو د دواړو ملکونو ترمنځ تعلقات به نور هم خراب شي.او په دې سره د ترهګرۍ ضد جګړې غوندې مشترکه مفادات هم له خنډ سره مخامخېدای شي.٬٬

بلخوا د سیمه ایزه چارو کارپوه او خبریال طاهرخان وايي،په کابل کې د ناټو پر دفترونو او د امریکا پر سفارت خانه بریدونه دا جوتوي چې د امریکا او پاکستان ترمنځ کېدای شي تعلقات یو ځل بیا کړکېچن شي.

طاهرخان زیاتوي، زما په اند د پاکستان پر سرکاري رېډیو د امریکا د سفیر څرګندونې ددې ښکارندوي کوي چې نور د امریکا زغم په ختمېدو دي.


د امریکايي سفیر تر څرګندونو وړاندې د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا هم ویلي وو چې د حقاني شبکې پر وړاندې د کټلي ګامونه واخلي خو لا تر دې دمه د پاکستان لخوا هیڅ غبرګون نه ښکاري.

بلخوا په امریکایې ورځپاڼه نیویارک ټایمز کې تام شینکر لیکي، د امریکا پوځ په پاکستان زور راوړی ، چې په خپل هیواد کې دې د اورپکې ډلې حقاني خلاف سخت ګامونه پورته کړي.

ورځپاڼه لیکي ، امریکا د پاکستان پوځ ته دا ویلي، چې د اورپکو د پټن ځایونو خلاف دې پوځي عملیات وکړي. د امریکا د ګډو ځواکونو مشر ایډ مرل مایک مولن د تیرې جمعې په ورځ په سپین کې د پاکستاني پوځ له مشر اشفاق پرویز کیاني سره په یو نجي دوه ساعته لیدو کتو کې د دواړو هیوادونو په تعلقاتو خبرې وکړې، چې د تیرې څه مودې راهیسې د کړکیچ سره مخامخ دي.

د دواړو هیوادونو پوځي مشران په سپین کې په یو پوځي کنفرا نس کې د ګډون لپاره تللي وو.

په دغه لیدو کتو کې ایډ مرل مولن د اورپکې ډلې حقاني لخوا په زیاتیدونکو ترهګرو پيښو د امریکا اندېښنې څرګندې کړې او دا یې هم ورته وویل، چې پوځ دې په شمالي وزیرستان کې د دغه اورپکې ډلې محفوظ ځایونه له مینځه یوسي.


د امریکا او پاکستان اړیکي له هغې وروستو د کړکیچ سره مخامخ شوي، کله چې د مې په دویمه نیټه د امریکا پوځ په پاکستان کې د القاعده مشر اوسامه بن لادن وواژه.

د افغانستان په مرکز کابل کې د امریکا په سفارت خانې او د نیټو په هیډکواټر د تیرې حملې وروستو امریکا یو ځل بیا په پاکستان فشار زیات کړی ، چې د حقاني اورپکې ډلې خلاف دې پوځي عملیات پیل کړي.

ورځپاڼه لیکي، امریکایې چارواکي وایې ، دوی ثبوتونه لري، چې د پاکستان استخباراتي اداره د حقانې اورپکې ډلې ته لارښونه او مرستې ورکوي.


ایډمرل مولن چې د پاکستان او امریکا د پوځي اړیکو په ښه کولو او د یو شمیر دوه اړخیزه مسلو په هواري کې یې مهم رول لوبولې ، د روانې میاشتې په پای کې به ریټایر کیږي، چې د هغه له تګ سره به د دواړو هیوادونو په اړیکو هم اثر وغورځیږي ، چې له مخکې نه خرابې شوي دي.

حقاني شبکه چې له طالبانو او القاعده سره تړلې ده، په اړه یې امریکا فکر کوي چې په پاکستان کې له افغانستان سره پر پوله په شمالي وزیرستان کې مرکزونه لري او له دې ځایه په افغانستان کې پر نړیوالو او افغان ځواکونو بریدونه کوي.
XS
SM
MD
LG