د لاسرسي ځای

په کشمیر کې سخت دریځه بیا فعاله کېږي: منموهن سنګ


د هند وزیراعظم من موهن سنګ ویلي دي چې په جمو او کشمیر کې د پولې د هغې غاړې سخت دریځه ډلې یو ځل بیا فعاله کیږي او د هغوی د ناکامه کولو لپاره تیار اوسېدل په کار دي.

په نوي ډلي کې د ریاستي پولیسو لوړ پوړو افسرانو ته د وینا پر مهال من موهن سنګ وویل ، داسې مالومات شته چې د پولې د هغې غاړې په کېمپونو کې په لوی شمېر سخت دریځي موجود دي او غواړي هندي کشمير ته ننوځي. هغه زیاته کړېده چې د پولې هغې غاړې ته فعاله د سخت دریځو اډې د اندېښنې وړ دي.
XS
SM
MD
LG