د لاسرسي ځای

په خیبر اېجنسۍ کې عملیات شوي


د پاکستان پوځي چارواکي وايي په خيبر ايجنسۍ کې يې د امن د لښکر د غړو سره په شريکه کړو عملياتو کې د طالبانو د يو مرکز د له منځه وړلو پر وخت يو سرتيری وژل شوی او پنځه نور زخميان شوي دي.

د جمرود په چوره سيمه کې شوي دې عملياتو کې د امن لښکر يو کس هم وژل شوی دی. د يو بل خبر تر مخه چارواکي وايي په لنډيکوتل کې د ريموټ کنټرول بمي بريد په ترڅ کې پنځه امنيتي سرتيري زخميان شوي دي.
XS
SM
MD
LG