د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان و افغانستان او له وسله والو سره د سولې خبرې


د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جاوېد لودین او د پاکستان د بهرنیو چارو سیکرټري سلمان بشیر په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو لپاره پر نوو ګامونو سلا شوي دي خو دا یې نه دي ویلي چې په دې لړ کې د مرستې لپاره به څه ډول ګامونه پورته کوي.


په افغانستان کې د امن لپاره د پاکستان او افغانستان د ګډ کمېشن تر دې غونډې وروسته جاوېد لودین یو ګډ خبري کنفرانس ته وویل چې یوازې داسې پروسه بریالی کېدای شي چې افغانستان یې مشري او پاکستان یې مرسته وکړي. هغه زیاته کړه: ((دوی د عملي ګامونو لپاره زمینه برابره کړېده او دا کار به په راتلونکو څو اونیو کې تر سره شي.)) افغانستان او پاکستان یاد شوی کمېشن د روان کال په جون کې هغه مهال جوړ کړی وو چې افغان ولسمشر حامد کرزي اسلام اباد ته سفر کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG