د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حقاني اورپکه ډله د سولې خبرو ته تیاره ده


د حقاني اورپکې ډلې مشر جلال الدین حقاني. د نوموړي د ډلې مشر اوسمهال د ده زوی سراج الدین حقاني هم دی. سراج الدین حقاني وايي له افغان حکومت سره خبرو ته تیار دی. د جلال الدین حقاني دا انځور شا و خوا ۱۱ کاله پخوانی دی.
د حقاني اورپکې ډلې مشر جلال الدین حقاني. د نوموړي د ډلې مشر اوسمهال د ده زوی سراج الدین حقاني هم دی. سراج الدین حقاني وايي له افغان حکومت سره خبرو ته تیار دی. د جلال الدین حقاني دا انځور شا و خوا ۱۱ کاله پخوانی دی.
پامیر ساحل، مشال راډیو

پراګ
- له رویټرز خبري اژانس سره د حقاني د اورپکې ډلې مشر سراج الدین حقاني د خبرو پر مهال ویلي چې یواځې که طالبان له افغان حکومت و امریکا سره د سولې خبرو ته کېني نو دوی به هم ورسره خبرې وکړي.

رویټرز خبري اژانس لیکي نوموړي دا خبرې د یوې مرکې پر مهال له نا مالومه ځایه د ټیلي فون له لارې کړې دي. د سراج الدین حقاني په اړه ویل کېږي چې له رسنیو سره زیاتې خبرې نه کوي. په اسلام اباد کې مې د افغان امورو له کارپوه او خبریال سمیع یوسفزي وپوښتل چې د سراج الدین حقاني د مرکې مانا څه کېدای شي؟ نوموړی وايي هغه ښودل غواړي چې ډله یې له طالبانو بېله نه ده.

سمیع یوسفزی وايي د سولې په بهیر کې د برخې اخیستو په اړه د سراج حقاني د بیان دا مانا بالکل نه ده چې دوی له طالبانو بېل دي، بلکې د دې دا مانا ده چې د طالبانو شورا هر پرېکړه کوي نو دوی به ورسره وي.

له کارپوه و خبریال سمیع یوسفزي مې وپوښتل چې د سولې لپاره د چمتووالي دا بیان ایا دا ښيي چې حقاني اورپکه ډله تر زښت فشار لاندې راغلې ده؟ که چېرې تر فشار لاندې نه وي، نو بیا یې د دې خبرې اړتیا ولې محسوسه کړه؟ سمیع یوسفزی وايي د حقاني وسله واله ډله د شوروي اتحاد پر ضد جنګېدلې ده او له پخوا راهیسې یې له عربي جنګیالیو سره اړیکي ول.

نوموړی وايي د دې ډلې اوس له القاعده سره هم اړیکي دي، نو پر دوی تل فشار وي، خو دا ځل ښايي فشار پر پاکستان زیات وي.

امریکا په بیا بیا پاکستان ته ویلي دي چې په شمالي وزیرستان کې دې د حقاني د اورپکې ډلې پر ضد پوځي عملیات وکړي، خو پاکستان بیا وايي پر یو مهال په ډېرو ځایونو کې نشي جنګېدای او دا چې پاکستان پخپله کله اړتیا محسوسه کړه نو شمالي وزیرستان ته به د عملیاتو لپاره پوځ واستوي.

د چار شنبې په ورځ، د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا پاکستان ته خبر داری ورکړ چې امریکا به ((هر هغه څه وکړي)) چې په افغانستان کې خپل سرتېري په پاکستان کې د مېشتو اورپکو له بریدونو وژغوري.

امریکايي چارواکي ګمان لري چې د سه شنبې په ورځ په کابل کې شوی برید او د سپټمبر په ۱۱مه د امریکايي سرتېرو په اډه برید هم د حقاني اورپکې ډلې کړی وو چې په کې ۷۷ امریکايي سرتېري ژوبل شول.

د پاکستان د استخباراتو پر مرکزي ادارې آی ایس آی تور دی چې د حقاني له اورپکې شبکې سره اړیکي لري خو پاکستان دا تور ردوي.
XS
SM
MD
LG