د لاسرسي ځای

تازه خبر

بندیزونه د ایران و پاکستان د انرژۍ تړون لپاره خنډ


پاکستانی وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني له ایراني ولسمشر محمود احمدي نژاد سره. دواړو مشرانو د ګیس د پایپ لاین په ګډون په یو شمېر نورو معاملو هم خبرې کړې دي.
پاکستانی وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني له ایراني ولسمشر محمود احمدي نژاد سره. دواړو مشرانو د ګیس د پایپ لاین په ګډون په یو شمېر نورو معاملو هم خبرې کړې دي.
بوریوال کاکړ، مشال راډیو


پراګ
- امریکا د پاکستان او ایران ترمنځ د اربونو ډالرو په لګښت د ګیس پایپ لاین په اړه خپلې اندېښنې بیا تکرار کړې دي.

امریکا په دې نظر ده چې دا تړون پر ایران له لګېدلو اقتصادي بندیزنو سره په ټکر کې دی او پاکستان ته په کار ده چې په ملک د انرژۍ د ستونزې د هواري لپاره بله لاره ولټوي؛ خو پاکستان بیا وايي چې په دې لړ کې یې له وړاندې لا له ایران سره تړون لاس لیک کړی دی.

د امریکا له خوا د پاکستان او ایران تر منځ د ګیس پایپ لاین په اړه دا اندېښنې له هغه یواځې ورځې وروسته تازه شوې دي چې د پاکستان او ایران لوړ پوړي چارواکي پر دې سره سلا شو چې د دې منصوبې چارې پرمخ بوځي چې به په ۲۰۱۴م کال کې په کار پیل وکړي.

دي ایکسپریس ټربیون ورځپاڼه، په پاکستان کې، د امریکايي سفارتخانې د ویاند له خولې لیکي چې امریکا د دې منصوبې په اړه اندېښنې لري او د هغه په خبره د نړیوالې انرژۍ لپاره د امریکا ځانګړي استازي کارلوس پاسکول پاکستان ته ووېل چې له ایران څخه د ګیس د اخیستلو له پلانه دي لاس واخلي او د هغه پر ځای دي د ګیس هغې منصوبې ته دوام ورکړي چې له ترکمانستان څخه افغانستان ته او بیا له هغه ځای څخه هند ته غزول کیږي.

خو د پاکستان د اوبو او انرژۍ وزیر نوید قمر بیا ویلي چې له ښاغلي کارلوس پاسکول سره په غونډه کې پر دې موضوع له سره خبرې نه دي شوي.

په اسلام اباد کې مي د سیاسي اقتصادي چارو له کارپوه مبارک زېب څخه وپوښتل چې ایا د ایران او پاکستان تر منځ د ګیس پایپ لاینمنصوبه پر ایران د لګېدلو بندیزونو په زمره کې راځي او که نه؟

هغه وویل: ((دا تر اوسه نه ده ښکاره چې له ایران سره به په کومو شیانو کې تجارت کېدلای شي او په کومو کې نه شي کېدلای. دا یوه اقتصادي مسله ماته نه ښکاري بلکه دا یوه سیاسي مسله ده ، هغه ځکه چې د پاکستان او امریکا تر منځ نن سبا پر ډېرو موضوعاتو تاوتریخوالی موجود دی نو دا د هغه یوه کړۍ کېدلای شي. که چیري ريښتیا دوی غواړي چې ایران ته سزا ورکړي نو ایران خو یواځې له پاکستانه سره تجارت نه کوي بلکه له منځنۍ اسیا ، هند او افغانستان سره یې هم کوي. خو په دې کې سیاسي موضوع زیاته ښکاري نو ځکه به امریکا دا اندېښنې ښودلې وي.))

دي ایکسپریس ټریبیون د لوړپوړو پاکستاینو چارواکو له خولې لیکي چې د امریکا پر اندېښنو سربېره، به له ایران څخه د ګیس اخیستلو منصوبې ته دوام ورکړي . د دې چارواکو په وینا هغه ځکه چې پاکستان په دې لړ کې له وړاندې لا له ایران سره تړون لاس لیک کړی دی.

پوښتنه دا ده چې که امریکا دې خبرې ته جدي شي چې پاکستان دي له ایرانه ګیس نه اخلي نو د پاکستان غبرګون به څه وي؟

مبارک زېب یې په اړه وايي: ((که موږ د یوولسم سپټمبر تر پېښو وروستو وګورو نو هم پاکستان د ملګرو ملتونو له قرارداد سره سم د نېټو او امریکا ځواکونو ته په افغانستان کې مرستې او لارې ورکړې دي او د دهغه پر ضد په پاکستان کې دننه ډېرې خبرې کیږي ، خو پاکستان د ملګرو ملتونو غړی دی نو ماته نه ښکاري چې پاکستان به د ملګرو ملتونو له داسې حکمه سرغړونه وکړي.))

له ښاغلي مبارک زېبه مي وپوښتل چې له پاکستانه سره بې له دې چې له ایران څخه ګیس واخلي کومه بله لاره نشته ؟

هغه وویل: ((کومه برېښنا یا انرژۍ چې له نورو هیوادونو څخه اخیستل کیږي هغه د هغې برېښنا په مقابل کې ګرانه ده کومه چې په پاکستان کې د ډېمونو له لارې جوړیږي. په دې کې درغلۍ په اسانه او چټکه توګه کیږي ، نو کوم حکومتونه چې راځي هغوی د دې لپاره د داسې منصوبو وړاندیز کوي. پر ځای د دې چې د باشا ډېم او نورو په شان د اوږد مهاله منصوبو فکر وکړي ، خو به دې ملک کې څوک داسې نه کوي ځکه چې دوی د څو کلونو لپاره په حکومت کې راځي خپل جېبونه ډکوي او بیا ځي.))

د پاکستان او امریکا ترمنځ د سټراټیجیکي خبرو اترو څلورم پړاو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ بې له کوم خاس پرمختګه پای ته ورسېدی. او امریکا دې ته زړه نا ړزه ښکاري چې د پاکستان د انرژۍ په داسې څانګه کې پانګه واچوي او که نه کومه چې له مالي بحران سره مخامخ ده.
XS
SM
MD
LG