د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران دوه امریکايان نه خوشې کوي: عدالت


ايراني ولسمشر محمود احمدي نيژاد د دې اوونۍ په لومړيوو ورځو کې ويلي وو چې ډير زر به د شين بايور او جاش فتال په نامه هغه دوه غر ختونکی امريکايانو خوشي کړي چې څه موده وړاندې يې د عراق او ايران پر پوله د جاسوسۍ په تور نيولي وو خو د ايران يو عدالت پرون څرګنده کړه چې په دې اړه په نيزدې راتلونکې کې کوم پلان نه لري.

له دې باوجود هم د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن هيله ښودلي چې ايران به په خپله اعلان کړي ژمنه عمل وکړي. ياده دي وي چې دې دوو کسانو ته د اته کال بند سزا اورول شوي وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG