د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنه د تاجکستان او ازبکستان پر پولو امنیت ښه کوي


اروپايي ټولنه وايي د افغانستان سره د ازبکستان او تاجکستان پر پولو د امنيت د ښه ساتلو لپاره به لس نيم ميلينه ډالره لګوي.

د ملګرو ملتونو د پرمختيايي اداري (UNDP) د افغانستان د بدخشان ولايت د پولې د اداره کولو د پروژې مشر ويليم لارینس د تاجکستان په سر ښار دوشنبه کې وويل چې د اروپايي ټولنې دا پيسې به د دريواړو هيوادونو د سرحدي ځواکونو تر منځ د اړيکو او همکاريوو د ښه کولو او په سرحدي سيمو کې پر پرمختيايي کارونو ولګيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG