د لاسرسي ځای

تازه خبر

انډیین مجاهدین په تور لسټ کې


امريکا د انډيين مجاهدين په نامه يوه ډله د ترهګرو ګروپونو په ليسټ کې شامله کړه.


د امريکا د بهرنيوو چارو وزارت ويلي چې انډيين مجاهدين په هندوستان کې ميشته وسله واله ډله ده چې په پاکستان کې اړيکې لري او له ۲۰۰۵ کال راهيسې يې په هند کې ګڼ بمي بريدونه کړي دي. د رپورټونو تر مخه انډيين مجاهدين د امريکا له خوا ترهګر ګرځول شوي پاکستان میشته ډلو لشکر طیبه، جيش محمد او حرکت الجهاد الاسلامي سره اړيکې لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG