د پاکستان وزير اعظم يوسف رضا ګيلاني د ملک په جنوبي برخو کې د سيلابونو له راتللو له وجې په نيويارک کې کيدونکې د ملګرو ملتونو په غونډه کې برخه نه اخلي او هلته نه شي تللی.
د نوموړي له دفتر څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې ويل شوي چې ګيلاني به په پاکستان کې د سيلاب ځپلو سره د مرستو د کوششونو د اداره کولو لپاره پاتې شي. ياده دي وي چې د پشکال بارانونو د جنوبي سېند ډيرې برخې ځپلې دي او په تيرو شپږو اوونيو کې سيلابونو له دوه لکه ډير خلک بې کوره کړي دي.