د لاسرسي ځای

تازه خبر

د القاعده یو مشر په شمالي وزیرستان کې وژل شوی دی


خبري رسنۍ د امریکايي چارواکو له خولې وايي، په شمالي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د القاعده یو مشر ابو حفص الشهریري وژل شوی دی.

دا برید تېره اوونۍ د شمالي وزیرستان د میر علي تحصیل له بازار سره نېږدې د خیسوره په کلي کې شوی وو. یوه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودو په آړ رسنیو ته ویلي چې الشهریري له پاکستانیو طالبانو سره نېږدې اړیکي لرل. دا چارواکی وايي د نوموړي له وژل کېدو سره یو لوی ګواښ له منځه تللی دی. ابو حفص الشهریري د سعودي عرب وو. تېره میاشت (اګست) د القاعده یو بل لوړ پوړی مشر عطیه عبد الرحمان هم په میر علي کې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی وو

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG