د لاسرسي ځای

تازه خبر

د القاعده یو مشر په برید کې وژل شوی دی


بې پیلوټه الوتکه د الوت پر مهال.
بې پیلوټه الوتکه د الوت پر مهال.
بشیر ګواښ، مشال راډیو

پراګ
- خبري رسنۍ د امریکايي چارواکو له خولې وايي، په شمالي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د القاعده یو مشر ابو حفص الشهریري وژل شوی دی.

دا برید تېره اوونۍ د شمالي وزیرستان د میر علي تحصیل له بازار سره نېږدې د خیسوره په کلي کې شوی وو.

یوه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودو په آړ رسنیو ته ویلي چې الشهریري له پاکستانیو طالبانو سره نېږدې اړیکي لرل.

دا چارواکی وايي د نوموړي له وژل کېدو سره یو لوی ګواښ له منځه تللی دی.

ابو حفص الشهریري د سعودي عرب وو.

تېره میاشت (اګست) د القاعده یو بل لوړ پوړی مشر عطیه عبد الرحمان هم په میر علي کې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی وو.

د چار شنبې په ورځ، د امریکا د دفاع وزارت ویلي ول چې د القاعده اورپکې شبکې اوسنۍ مشر ایمن الظواهري هم په پاکستان کې دی.

شمالي وزیرستان د القاعده او حقاني اورپکو ډلو پیاوړی مرکز بلل کېږي او په افغانستان کې د چارواکو په خبره، د حقاني اورپکه ډله په دې هېواد کې پر بهرنیو او حکومتي اهدافو د لویو بریدونو لپاره پړه ده.

پر شمالي وزیرستان د بې پیلوټه الوتکو بریدونه له مودې راهیسې روان دي چې په کې د امریکا له وینا سره سم، اکثر د طالبانو او القاعده مشران وژل کېږي.
XS
SM
MD
LG