د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد دي جهادي تګلاره بدله کړي . مالک بلوڅ


دنیشنل ګوندمشرډاکټرعبدالمالک بلوڅ خبري کنفرانس کوي
دنیشنل ګوندمشرډاکټرعبدالمالک بلوڅ خبري کنفرانس کوي

خدای نور ناصر - کوټه

بلوڅ ملتپال او دنیشنل ګوندمشرډاکټرعبدالمالک بلوڅ وايي، په پاکستان کي دامنیت لپاره ضروري ده، چي پاکستان خپل جهادي سوچ بدل کړي، او دښو او بدو طالبانو خبري پرېږدي.

دپاکستان او پتېره دکوټي اوسنیو حالاتوته په پام سره ډاکټرعبدالمالک بلوڅ وویل،"اول پاکستان بایدخپله جهادي تګلاره بدله کړي، له افغانستان، هندوستان او ایران سره باید ښه اړیکي ولري. ترڅو پوري چي دغه دجهاد تګلاره دوی نه وي بدله کړې . دکوټي حالات به نورهم خراب او مشکلات به یې نور هم زیات شي."

بلوڅ ملتپال ډاکټرعبدالمالک بلوڅ وايي، دپاکستان حکومت دي په دې برسیره دښو او بدو طالبانو خبري پرېږدي. دده په خبره ترهګر، ترهګر دي، او په هغه کې هیڅ دښه او بد توپير نشته.

دبلوچستان حالاتو ته په پام سره ډاکټرمالک بلوڅ وویل، د دوی ګوندله لومړۍ ورځې راهیسې له ناراضه بلوڅوسره دخبرو په حق کې دی. او نن هم يوځل بیا اسلام اباد ته وايي چې په بلوچستان کې دي دخبرو لپاره لومړی ماحول جوړ کړي.

اسلام اباد دي دبلوچستان لپاره خپله تګلاره بدله کړي. او دلته دي دخبرو له لاري دستونځو هل پیل کړي. دلته باید دخراب شویو مړيو لړۍ ژر ترژره بنده کړل شي. يوداسي چاپيریال دي جوړ کړي چي خبري اتري په کې وشي. ځکه چې زموږ ګوند د خبرو اترو په حق کې دی.

سره له دې چي په دې وروستیو کي په کوټه کي دامریکا دقونسلګرۍ دخلاصولو خبري کېږي، دنیشنل ګوند مشر په دې اړه په خبري غونډه کي وویل، په کوټه کي نه يواځي باید امریکا خپله کونسلګري خلاصه کړي ، بلکې دهر هیواد کونسل ګرۍ بایدخلاصې شي، چي دده په خبره خلکوته ګټي ورسوي... ډاکټرمالک بلوڅ زیاتوي.

"زه په يوه شي حیران يم چي دامریکا قونصل او يورپي قونصل خانې په ټول پاکستان کي شته. دپاکستان دټولوصوبو په سرښارونه کي شته، لکه په پېښور کي شته، په لاهور کي شته، په کراچۍ کي شته، نو په کوټه کي يې ددې دخلاصیدو په خبره ولي دومره سیاست کېږي."

دنیشنل ګوندمشر په دې خبري غونډه کي په ټولو بلوڅ ملتپالو ګوندونو هم ږغ وکړ چي په يوه ږغ دي دبلوڅو دحقوقو غوښتنه وکړي. او دده په خبره دوي هڅه کوي چي ټول بلوڅ ملتپال په يوه ځاي سره راټول کړي.

هیره دي نه وي چي که يوپلو په بلوچستان کي ځينو ملتپالو په وسله واله مبارزه لاس پوري کړی، نوبل پلو په دې صوبه کي د بلوڅو ډیری سیاسي ګوندونه هم شتون لري چي دهر یوه بیل بیل شعارونه او کړنلاره ده.
XS
SM
MD
LG