د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پنځو کلونو کمو ماشومانو مړینه ټیټه شوې


په افغانستان کې یو مور خپل ماشوم مړوي.تصویر ۴ م سپټمبر ۲۰۱۱ م کال
په افغانستان کې یو مور خپل ماشوم مړوي.تصویر ۴ م سپټمبر ۲۰۱۱ م کال
له پنځه کاله د کم عمره هلکانو او جینکو د مړینې شمیره په بې شانه توګه د 1990م کال په پرتله په 2010م کال کی له 12 ملین نه 7.6 ته ټيټه شوېده.

دغه مالومات د ملګروملتونو د ماشومانو د خیر ښیګړی او تعلیم ادارې یونیسیف او د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او په یو تازه رپورټ کې راغلي دي.

رپورټ وايي چې د مړینې شمېره کې تیټوالی ډیری وجې لري ، چی پکې د صحي اسانتیاو زیاتوالی او د حفاظتي ټیکو غوندې احتیاطي ګامونه راځي.

افغانستان او پاکستان هم د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دې چې پکې تر پنځه کلنۍ پورې تر رسېدو مخکې ګڼ ماشومان مري چې لوی لویه وجه یې د روغتیايي اسانتیاو نشتوالی بلل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG