د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې رغنيز کارونه پيلږي


د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي په يوه مطبوعاتي کنفرانس کوي
د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي په يوه مطبوعاتي کنفرانس کوي


بازمحمد عابد، جلال اباد

د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې د ننګرهار د رغونې او بيا رغونې په خاطر د نويو پروژو د پيل کيدو خبر ورکړ.

نوموړي وويل چې د جلال اباد ښار د پراختيا په خاطر يې د افغانستان له ولسمشر او کابينې څخه منظوري اخيستې ده. ده وويل:
(( موږ به د ننګرهار ښار ته وسعت ورکوو، يو نوى پلان مو ورته جوړ کړى چې هغه پلان مو جمهور ريس او کابينې ته پيشنهاد کړي و چې هغوى منظور کړي هم دي.))

دى وايي چې په اروپا کې يې افغان ملي سوداګر هڅولي دي چې په ننګرهار کې سرمايه کاري وکړي:

(( ملي سوداګرو ته مې وويل چې هغوى بايد راشي او دلته پوهنتونونه او روغتونونه جوړکړي چې دا روغتونونه به د امريکا، هندوستان او يا هم پاکستان له روغتونونو سره مستقيمې اړيکې ولري. او بيا به زموږ ناروغان دې ته مجبور نه شي چې نورو ملکونو ته د علاج له پاره ورشي. ملي سوداګر راشي او دلته پانګۍ اچونې وکړي. لوړ پوړې ودانۍ جوړې کړي، فابريکې جوړې کړي. چې خلکو ته په کې د کار زمينې برابرې شي.سوداګرو په ننګرهار کې د برق د ستونزې خبره کوله چې په دې برخه کې ما د امريکا له يو اس اي ډي او د افغانستان د اوبو او بريښنا لګولو وزير سره خبرې کړي انشا الله دا ستونزه هم د حل کيدو په پړاو کې ده. ))

ننګرهار والي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د پراختيا په دې بهير کې به کومو کارونو ته لومړيتوب ورکوي وويل:

(( د زراعت او برق د جوړيدو کارونو ته به ځکه لومړيتوب ورکوو چې دا ستونزه له ډيره وخته پرته ده. همدا رنګه سرکونه او د بريښنا بندونه به جوړوو. د روغتيا او معارف په برخه کې به کارونه پيل کوو او هر هغه څه به تر سره کوو چې د ننګرهار ولايت اوسيدونکي ورته اړتيا لري.))

ياده دې وي چې د تيرې يوې هفتې راهيسې په ننګرهار او کابل کې د ګل اغا شيرزي د مړينې اوازې هم خوله به خوله ګرځيدې چۍ نوموړي مطبوعاتو د خپلې روغتيا ډاډ هم ورکړ.
XS
SM
MD
LG