د لاسرسي ځای

د پاکستان وزیراعظم په چارسده کې وطن کاډونه وېشي


د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني نن په چارسده ضلع کې د تیر کال سیلاب ځپلو ته د وطن کارډونو جاري کولو دویم پړاؤ پیل کړ.

د پاکستان د قدرتي افتونو د نظم ادارې د پي ډي ایم اې چارواکي وایي، په لومړي پړاؤ کی دوه لکه او پنځه اویا زره وطن کارډونه ورکړل شوي وو چی پکی هرې کورنۍ ته 25000 روپۍ ورکړل شوې وې. خو اوس هم 9000 کارډونه ورکول پاتې دي

د 2010م کال سیلابونو کی 11 ملین خلک بې کوره شوي وو او څه 2000 کسانو ته پکی د سر زیان رسیدلی وو.
XS
SM
MD
LG