د لاسرسي ځای

د یولسم سپټمبر راوروسته امریکا ته څه کول پکار وو


لیکنه: کریسټین کېرل

د مشال مرکزي خبري څانګه

ژباړه:ګل ایاز

د امريکا ځواکونو اسامه بن لادن ووژل. صدام حسين او د هغه ریژیم د تاريخ په پاڼو کې پاتي شو. د عربي نړۍ پاڅون هم په يوه خوله جهادي تشدد رد کړو. د غرب پرضد د مقدس جنګ خبرې هم تتې شوې. د يولسم سپتمبر پيښو لس کاله پوره شو خو د ترهګری پرضد جګړه کې په مکمله توګه بريالي کيدل ګران ښکاري. امريکا او د هغه ملګری هيوادونو په دي جګړه کې ځيني کاميابي ترلاسه کړې دي خو ددې جګړې ډاډمن پای په نظر نه راځي.

په افغانستان کې امريکا په ۲۰۰۱ م کال کې د طالبانو حکومت رانسکور کړو خو اوس بيا دوی له يو بل سره غونډې کوي. د امريکا په مرسته په ۲۰۰۲ م کال کې جوړيدونکي د حامد کرزی حکومت له طالب مشر سره د واک پر تقسيمولو خبرې کوي. د عراق صدام حسين حکومت په ۲۰۰۳ کال رانسکور کړی شو او دا هيواد د کورنۍ جګړې له ګواښ سره مخامخ وو ددې نه بچ شو خو ددي هيواد خلکو امنيت او مستحکم حکومت لا تراوسه لويه غوښتنه ده.

او امريکا پخپله هم د ارام سا واخیسته چې په ۱۰ کالو کې په لويه کچه ترهګر بريدونه ونشو.

د امريکا په جون هوپکينز پوهنتون کې د نړیوالو چارو پروفيسر مايکل مينډيلبام وايي د ۱۱ م سپتمبر پيښو اغيز کې يو او ډير سنجيده اغيز د امريکا مشرانو له کورنیو ترجيحاتو پام اوړل وو.

دي وايي د ۱۱ سپتمبر پيښو ته امريکا کيدای شوای ددې ځواب داسي ورکړی وي چې د هيواد وسایل یې په روغتيا اصلاحاتو، تعليم، جديدې بنيادي ډانچې لګولي وي او یا یې ا ځان د نړۍ اقتصادي زغل لپاره تيار کړی وي.

((په چيلنجونو کې تر ټولو مهم خساره ده چې حکومت ورسره مخامخ وو، د افغانستان او په عراق جنګ کې کومي پيسي مصرف شوې هغه لا تراوسه پوري نه دي ورکړی شوي. موږ پيسي په قرض راوخیستې چې په جنګونو یې مصرف کړو. دا د امريکا په تاريخ کې لومړی ځل وشو چې د جنګونو اخراجات د پوره کولو لپاره په ټيکسونه يا ماليو کې زياتوالي ونشو کوم چې ډير زيات د بدقسمتي خبره وو))

ځيني څيړونکي په دې اند دي چې د ۱۱ م سپتمبر پيښو وروستو په نړۍ کې د امريکا په اثر او وقار کې کموالی راغلی دی . بل پلوبیا ځيني وائي چې امريکا اوس هم د نړی تر ټولو لوی قامي اقتصاد لري ځکه د ۲۰۰۸ م کال په نړيوال اقتصادي بحران کې د امريکا پوځ برتري قائمه وه. د پوځ د برتری خبره څه حيرانونکي نه ده. د ۲۰۰۱ کال راهسي د امريکا حکومت پوځي لګښتونه ډير سيوا کړي دي. د يوې شميرې ترمخه د امريکا حکومت په تيرو لسو کلونو کې په قامي دفاع، کورني امنيت او په استخباراتو ۷ ټریلينه ډالره مصرف کړي دي.

په امريکا دنور بريدونو د مخنيوی لپاره جارج بش ډير سخت قانونونه جوړ کړل چې پکي د سختو پلتنو عمل، پر بنديانو تشدد او د کورني څارني نظام شامل وو. ددي قوانينو په دفاع کې د امريکا پخواني جج جون يوو ويلي وو چې ولسي ازادی ډیرې اغيزمنې شوې دي خو ددي نه به نور هم زيات خراب حالات وي چې القاعده په امريکا دوئم بريد کړی وای.

د جارج ټاون پوهتنون پروفيسر ډيويډ کولی د بوش په وخت کې جوړ شوی قوانینو سره اختلاف لري.

‎((زمه په فکر موږ ددې نه دا زدکړه وکړه قانون زيات اثر درلود چې څنګه د بوش ادارې سوچ هم نه وو کړی. دوی د اخستي شوي ګامونه نه په شا کيدل مجبوره شو او حقيقتا هم داسی وشو((

بل پلو ته د امريکا ولسمشر باراک اوباما د خفيه ترهګرۍ رضد د سي آی اې او د پينټاګون ځانګريو عملیاتو کې تندی راوسته. د سي آی اې بی پايلټه الوتکو يا ډرون په قبايلي سيمو کې د اورپکو په پټن ځاينو بريدونه سيوا کړل.

ځيني نقد لرونکي وايي چې په ډرون بريدونو کې د ترهګرو وژلو سره پاکستان غير مستحکم شو. د امريکا پرضد جذبات هم راوپاريدل او اسلامي سخت دريزه په واک کې راغلل. د سرکاري شميرو ترمخه د ۱۱م سپتمبر پيښو وروستو په پاکستان کې د ترهګرۍرضد جګړه کې ۳۳۰۰۰ کسان وژلي شوي دي.

د امريکا په دي جګړه کې د ۶۰۰۰ نه زیاتو سرتيرو قرباني هم ورکړيده او د ۴۳۰۰۰ نه زيات ټپیان شو.

ددي جګړی او په ځانګړې توګه په افغانستان کې یې د ختميدو په اړه څوک هم څه نشي ويلي. ځيني څيړونکي په دې نظر دي چې القاعده شبکه اوس په يمن او صوماليه کې راغونډ يږي.

پروفيسر پروفيسر مايکل مينډيلبام په دې نظر دی چې امريکا ته په نړی کې په تير لسو کالو کې تر ټولو لوي چيلينج د چين او نورو اشيائي هيوادونو د اقتصادی پرمختګ نه دي نه چې په منځني ختيځ کې څه روان دي،
))د ۱۱م سپتمبر پيښو وروستو موږ د عالمګيريت له وجې له بایلونکو سره مل شو او پکار دا وه چې له ګټه کونکو نه مو استفاده کړی وی. منځني ختيځ مهم وو خو دومره هم نه وو چې دا د اقتصادي ودې او د پوځي طاقت مرکز مو ګرځولی وای بلکي دا خبره د مشرقی ايشيا لپاره مهمه وه.))

په دي تير لسو کالو کې ډير څه وشو خو د ۱۱ م سپتمبر وروستو دا کیسه لا تراوسه دوام لري او ختميدل یي په نظر نه راځي.
XS
SM
MD
LG