د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېند :بارانونو په لسګونه خلک وژلي او لکونه اغېزمن


د سیند صوبې لاندې برخې سیلاونو ډېر اغیزمنې کړي دي
د سیند صوبې لاندې برخې سیلاونو ډېر اغیزمنې کړي دي

ظفر کریمي - کراچۍ

د موسمياتو محمکمې چارواکي وايي سېند صوبه د تېزو طوفاني بارانونو په لومه کې ده چې له لاسه لا د مخه په لکونه خلک متاثره شوي دي . د صوبې په لاندو ژورو ضلعو ميرپور،سانګړ،ټنډوجام،نواب شا،عمر کوټ او بدين کې د اتوار د ورځې راهيسې د بارانونو نوې لړۍ شورو شوې ده .

د سېند صوبې مرکزي ښار کراچۍ کې د ګل ورځې راهیسې تېز باران دی چې له وجې يې ښار کې د بجلۍ او ټليفون ترڅنګ مواصلاتي نظام ګډوډ شوی دی ـ کراچۍ ښار کې په سړکونو اوبه ولاړې دي ـ ټرېفیک ترۍ تم دی ، بازارونه بند دي او ښار کې ژوند په ټپه ولاړ دی ـ

سېند حکومت د تعليم وزارت په کراچۍ کې د تېزباران له وجې د ښار ټولو سکولونو او کالجونو کې رخصتي اعلان کړې ده ـ

بل خوا ته د سېند حکومت چارواکي وايي د باران او سيلاب له وجې د وژل شويو خلقو شمير ۲۲۶ کسانو ته رسيدلی دی ـ ددې نه علاوه ۵۳ لاکه خلک ددې افت څخه اغېزمن شوي دي.

د بدين ضلعې رابطه افيسر کاظم جتوي په خبره اوسنيو بارانوتر ټولو زيات زيان بدين ضلعې ته اړولې دی
زمونږ د ضلعې اتلس لاکه ابادي ده ـ که تاسو مانه د اغيزمنو شويو خلقو د شمير په حقله پوښتنه وکړئ نو زه تاسو ته ووايم چې ټول اتلس لکه خلک اغيزمن شوي دي ـ دلته هسې هم خلک وار د مخه ډېر زيات غريبانان و، اين جي اوز هم په چستۍ سره کار نه شي کولی اوس حالات سخت تشويشناک دي

د کاظم جتوي په خبره سند صوبه کې ورځ تر ورځې د باران او سيلاب صورتحال خطرناک شکل غوره کوي او که باران و نه دريده نو حالات به نور هم خراب شي .

د صوبايي حکومت چارواکي وايي، چې د اغېزمنو شويو خلکو لپاره يې ريليف کېمپونه جوړ کړي دي خو د تېز باران له کبله حکومت ،د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې او اين جي اوز د مرستې په کارونو کې د ستونزو سره مخ دي .

بلخوا ملګرو ملتونو پر نړيواله ټولنه غږ کړی دی چې د سيند صوبې د سيلاب ځپلو مرسته وکړي ـ چين د سيلاب ځپلو لپاره ۴،۷ ميلونه ډالره فوري مرسته اعلان کړې ده.

ځايي رسنۍ وايي چې د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي مارک ګراسمين امريکا کې د پاکستان سفير حسين حقاني ته د سيلاب ځپلو سره د مرستې باور ورکړی دی او ويلي يې دي چې د امريکا له لوري به د بارانونو او سيلابونو څخه اغېزمنو شويو خلکو د پاره مرستې زر تر زره پاکستان ته ورکړي .
XS
SM
MD
LG