د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل :د وسله والو برید کې یو مړ ۱۶ تنه ژوبل


په کابل کې افغان پولیس د یوه ځانمرګي برید کونکی مړی وړي.
په کابل کې افغان پولیس د یوه ځانمرګي برید کونکی مړی وړي.
د کابل ښار د مکروریانو په سیمه کې د عبدالحق په څلور لاره کې وسله والو مخالفینو حمله کړي، چې اوس هم له امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي.

د کورنیو چارو وزارت وایی ، ښايي څلور یا پنځه وسلوالو مخالفینو په دغه بریدونو کې برخه لري.

ددې وزارت ویاند صدیق صدیقي مشال ریډیو ته وویل، چې تراوسه پورې دوه برید کوونکي او یو پولیس وژل شوي دي:

((زموږ پولیس د پیښی په ځای کی دی،ټوله سیمه د پولیسو لخوا کلابنده ده،پدی هیله چي زموږ پولیس ژر دوی له پښو وغورځوي،او دوی ته د خپلو اعمالو سزا ورکړي))

په افغانستان کې د ناټو په مشری ایساف وايي چې د دوی ځواکونو له افغان امنیتي ځواکونو سره یوځای په کابل کې د وسله والو طالبانو د اوسني برید د پرشا تمبولو لپاره جنګېږي.

راپورونه وایی، چی ددی جګړی له پیل سره سم د همدې سیمی په خوا شا کی لس چادونې شوي دي .

یوبل خبر وایي ، چی د کابل په یوه بله سیمه کی دهمزنګ سره نږدی چاودنه شوي،خو د زیانونو په اړه لا مالومات نشته.

بلخوا د کابل د امنیه قوماندانۍ چارواکي وایی، یو ځانمرګي چی غوښتل یی، دکابل په بی بی مهرو سیمه کی د امنیتی ځواکونو په قطعو برید وکړي، نیولی دی.

د وسله والو طالبانو ویاندویانو رسنیو ته ددی پيښی مسولیت منلی دي او وایی، چی ددوی ملګري په یوې لوړې ودانۍ کې ځای نیولی او له هغه ځایه د ناټو ځواکونو په قومندانۍ او امریکا سفارت ډزې کوي.
د دغو پېښو د تلفاتو وروستي شمېرې لا نه دي مالومې .

XS
SM
MD
LG