د لاسرسي ځای

پنجاب :د ډينګي ناروغانو شمېره څه باندې څلور زره ته رسېډلې


د پاکستان د پنجاب صوبي چارواکو ويلي دي په صوبه کي د ډينګي وايرس ناروغان له څلور زره زيات شوي دي.

د پنجاب صوبي د صحت وزارت سیکرېټري خبريالانو سره په خپلو خبرو کي ويلي د ډينګي تبې له وجي د معدينياتو صوبايي سیکرېټري عطا الله صديقي په ګډون اته کسان مړه شوي دي .

نوموړي زياته کړه چې د ډينګي وايرس څخه د متاثره شوو مريضانو شمير څلور زره څلور سوه ته رسيدلی دی . صوبايي سيکرېټري ويلي چې د مريضانو د علاج لپاره د بهر هيوادونو نه هم د ډاکټرانو خصوصي ټيمونه ورغلي دي.
XS
SM
MD
LG