د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې د تشدد پلټنو لپاره د م.م کمیشن او د روس مخالفت


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په شام کې د بشري حقونو د سرغړونو پلټنو لپاره درې کارپوهان ټاکلي دي،چې د اګست په غونډه کې یې د ګمارلو پرېکړه شوې وه.

په دغه درې کسیزه جرګګۍ کې ترکۍ مېرمن یکین اېرترک،د برازیل سرګییو پینهېرو او د امریکا کرن ابو زید شامل دي.

دې پلټونکو ته ويل شوي چي د بشري حقونو د سرغړوني په اړه حقايق او ثبوتونه راجمع کړي چي دارنګ ذمه وارکسان په ډاګه کړي شي او ورسره حساب وشي .

بلخوا روسيې د ملګرو ملتونو د دې ګام مخالفت کړی دی.او وايي چې پر شام د لازیات فشار اچولو ضرورت نشته.

د دي نه وړاندي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د اداري مشر نيوي پيلي وايلي وو د مارچ په ميشت کي د ولسمشر بشارالاسد پرضد شورو شوو مظاهرو کي تر دې دمه تر دوه زره شپږ سوه زیات کسان وژل شوي دي.

بلخوا د شام د رژيم مخالفينو په فيس بک د روس خلاف نن د مظاهرو غږ کړی دی.چې د شام رژیم ضد یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لخوا د ګمارل شوي کمیشن مخالفت یې کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG