د لاسرسي ځای

تازه خبر

نایجر د قذافي د زوی نیولو تکل لري.


د امريکا د بهرنو چارو وزارت ويلي نايجر نیت لري چي د معمر قذافي يو زوی سعدي قذافي چي په دغه هيواد کې دی ونيسي.
د امريکا د بهرنو چارو وزارت وياندې ويکټوريیا نيولينډ ويلي د معمر قذافي زوی د غربي افريقې هيواد نايجر سرښار نيامي ته وړل شوی دی.

د رپورټونو له مخې د معمر قذافي زوی د تېر خالي په ورځ نايجر هيواد ته ننوتی وو او هلته د قذافي رژیم له نورو ستر غړو سره یو ځای شوي وو چې لا د وړاندې هلته تللي دي. که څه هم د معمر قذافي د اوسېدو ځای نه دی مالوم خو شک څرګنديږي چې نوموړی به هم په نايجرهيواد کې موجود وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG