د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له ډېرو ننګونو بریالی وتلې


د امریکا ولسمشر باراک اوباما د یولسم سپټمبر د ترهګرو بریدونو د یوې لسیزې پوره کېدو پرمهال د واشنګټن په کېنېډي مرکز کې وینا کوي.
د امریکا ولسمشر باراک اوباما د یولسم سپټمبر د ترهګرو بریدونو د یوې لسیزې پوره کېدو پرمهال د واشنګټن په کېنېډي مرکز کې وینا کوي.
د امریکا ولسمشر باراک اوباما ویلي د سپټمبر د یولسمې تر بریدونو وروسته لسیزې ښودلي چې هېواد یې وېرې ته نه دی تسلیم شوی او اوس هم قوي او با ثباته دی.

په واشنګټن کې د القاعده د دې بریدونو د یاد غونډو پای ته په رسولو اوباما تېر ماښام وویل نوي نسلونه به له دې خبر شي چې امریکا له ډېرو ننګونو بریالۍ وتلې ده

نوموړي وویل،" هغوی به خبر شي چې هیڅ شی د ریښتونې امریکا اراده نشي ماتولای. هغوی به په یاد ساتي چې موږ پر غلامۍ و کورنۍ جګړې برلاسي شو، موږ ډوډیو ته په کتار کې د ودرېدو پر حالاتو، او پر فاشېزم، اقتصادي بحران، بلوو او کمیونزم او هو، پر ترهګرۍ هم برلاسي شوي یو. هغوی ته به یادګېرنه وي چې موږ بشپړ نه یو، خو زموږ ډیموکراسي پایداره ده.٬٬

اوباما تېره ورځ، د نیو یارک، پینسلوېنیا او د دفاع وزارت هغه ځایونه ولیدل چې ور باندې د ۲۰۰۱ز کال د سپټمبر په یولسمه، بریدونه شوي ول. د نیو یارک د سوداګرۍ د نړیوال مرکز په ودانۍ د دې ورځې په برید کې شا و خوا ۳۰۰۰ کسان وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG